جوزجان د داعش پر مرکز بدلېږي!

0 662

جوزجان د داعش پر مرکز بدلېږي!
عرب، فرانسوي او ازبک جګړه‌مار پر دغه ولايت را مات شوي

سرخط ورځپاڼه
په عراق او سوريه کې د داعش تر ماتې خوړلو وروسته اوس تازه راپورونه دا دي چې د دغې ډلې راتښتېدليو جګړه‌مارو پر افغانستان منګولې خښې کړې دي.
له څو کلونو راهيسې دا اندېښنې موجودې وې چې داعش ډله د منځنۍ اسيا د جمهوريتونو پولو ته د رسېدو کوښښ کوي او غواړي په دې ډول د روسانو خوب حرام کړي.

اوس تازه راپورونه دا دي چې دغه ډله خپل دې هدف ته يو ګام نوره هم ور نږدې شوې، د افغانستان په شمال کې يې د پخو سنګرونو د جوړېدو هڅې ګړندۍ کړي او جوزجان ولايت يې خپله مرکزي نقطه ټاکلې ده.
د جوزجان او سرپل ولايتونو تر منځ، درزاب او قوش تېپه دوه هغه ولسوالۍ دي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې داعشي وسله‌والو د خونړيو جګړو په نتېجه کې له طالبانو څخه نيولې دي او اوس يې په‌کې روزنيز کمپونه جوړ کړ دي.
د درزاب پخواني ولسوال رحمت الله حشر سرخط ورځپاڼې ته وويل چې دمګړی د دغو دواړو ولسواليو ۹۰ سلنه خاوره د داعشيانو په ولکه کې ده او هغوی په ټول شمال کې خپل فعاليتونه له همدې ځايه تنظيموي.

هغه وړاندې وايي چې په دې وروستيو کې په دغو سيمو کې د داعشي وسله والو تحرکات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي او عملا د بهرنيو روزونکيو له‌خوا د يادو سيمو سلګونه ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته د ترهګريزو قعاليتونو زده‌کړې ورکول کېږي.

رحمت الله حشر زياتوي؛
“له تېرو څو مياشتو راهيسې داعشيانو په درزاب او قوش تېپه کې روزنيز کمپونه جوړ کړي، روزونکي يې عربان دي، دوی د يادو سيمو ماشومان او تنکي ځوانان جذبوي او د ناچيزه پيسو په بدل کې د ټروريسټي فعاليتونو زده‌کړې ورکوي، په ځينو سيمو کې يې په اجباري ډول د هرې کورنۍ پر سر د يوه ماشوم د ور لېږلو خواست کړی.”

د درزاب پخواني ولسوال په خپلو خبرو کې وويل چې يادو سيمو کې مېشتې کورنۍ هم ځينې يې د اقتصادي ستونزو او ځينې يې بيا له وېرې خپل ماشومان ور لېږي.
دی اندېښنه لري چې د يادې ستونزې د نه مخنيوي په صورت کې به داعشيان وتوانېږي چې ډېرې نورې سيمې هم تر تهديد لاندې راولي.

په جوزجان کې د داعش د فعاليتونو زور اخيستو د دغه ولايت ولايتي شورا هم اندېښمنه کړې او د دغې شورا وکيلان حکومت د داعش په مخنيوي کې پړ بولي.
د ولايتي شورا وکيلې حليمې صدف سرخط ته وويل چې داعش ډلې په يادو ولسواليو کې د جلب او جذب لړۍ چټکه کړې او هغه ځوانان په اسانۍ سره جذبولای شي چې له بې روزګارۍ څخه سر ټکوي.
صدف زياتوي چې يادو سيمو ته يو شمېر مشکوکې کورنۍ هم راغلې دي او ګمان کېږي چې د داعشيانو کورنۍ به وي.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي عبدالکريم چې د داعش له وېرې يې خپله سيمه پرېښې او اوس په شبرغان ښار کې اوسي، سرخط ته يې د بهرنيو کورنيو په اړه ووي؛
“لسګونه کورنۍ زموږ ولسوالي ته راغلې، په ژبه يې نه پوهېدو، خو کليوالو به ويل چې فرانسويان او عربان دي، دوی د سيمې په خلکو ډوډۍ حواله کړې او که څوک يې ور نه کړي؛ نو بيا يې ورځ بدېږي.”

هغه زياته کړه چې دغو کورنيو په دښتو کې ځان ته سمڅې جوړې کړې او دوی هم نه پوهېږي چې هلته څه کوي او د څه له‌پاره راغلي دي.
په ورته وخت کې د جوزجان سيمه‌ييز چارواکي هم په دغه ولايت کې د داعش په ليکو کې د بهرنيو اتباعو موجوديت تاييدوي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وايي چې دوی ته د رسېدلو مالوماتو له مخې دمګړی په دغه ولايت کې تر څلوېښتو ډېر بهرني جګړه‌مار مېشت شوي دي چې ډېری يې روزونکي دي.

هغه وويل چې د يادو بهرنيانو په ډله کې د منځنۍ اسيا هېوادونو په اتباعو سربېره، عربان او فرانسويان هم شامل دي.
خو په شمال کې بيا د ۲۰۹۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي چې په درزاب او قوش تېپه ولسواليو کې يې داعشيان ځپلي دي.
د قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبين سرخط ته وويل چې د ژمنيو عملياتو په بهير کې به د داعشي وسله والو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

له دې ټولو سره سره په شمال کې اندېښنې دا دي چې که په دغه زون کې د داعش د ياد چټک پرمختګ مخه و نه نيول شوي؛ نو په راتلونکي کې به يې مخنيوی د افغان ځواکونو د وس خبره نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply