روسي ضرب المثل دی، وايي: « پاچا ومړ، زنده باد پاچا/ ډاکټر شیر حسن حسن

0 1,069

روسي ضرب المثل دی، وايي: « پاچا ومړ، زنده باد پاچا (!)

ملګری مې په قوم هزاره او په مذهبي باور پاک سوچه شعيه مذهبی دی. يوه ورځ يې د ښاغلي محمد محقق او يو بل شعيه زورمند له ناروا کړنو سر وټکاوه او د هغوی اعمال يې وغندل. ورته ومې ويل چې ښاغلی سياف هم په دغه قطار کې د غندلو وړ دی، ولی د هغه نوم نه يادوې؟ ملګري مې ويل که د سياف نوم ياد کړم، بيا به ځيني وګړي وايي چې فلانی هزاره، شعيه او… متعصب دی. که زه هزاره خاين وغندم، پښتون د پښتون خاين، تاجک د تاجک خاين او ازبک د ازبک له خيانتونو پرده پورته کړي، ملي وحدت به زيانمن نه شي او د خادمانو او خاينانو خط به په اسانه جلا شي. ملګري مې پخه خبره کړې وه او خوښ يم چې همداسې وشول!
د عطامحمد نور او د هغه د ملګرو د وروستيو نخرو په باب مې څه لیکلو ته زړه شو، خو د ملګري خبره مې راياده شوه او له ليکلو مې لاس ونيو. د «ويسا رمزي» په څېر د هغو تاجکو او مزاري هيوادوالو په پراخ هيوادشموله نظر او ملي احساس وياړم چې د عطامحمد نور او د هغه د جمعيتي ملګرو له ناروا کړنو او غوښتنو پرده پورته کوي.

ويسا رمزي : « … من به عنوان یک شهروند اصیل، تاجک و بومی مزارشریف و یک بلخی که از پدر و اجداد پنج قرن تاريخ دارم، از هیچ نوع کارکرد، بازسازی و نوسازی عطا محمد نور رضایت ندارم .
عطا محمد نور یک شخص دزد، قاتل، چور و چپاولگر، مافیایی…. شخص که تمام زمین های دولت را غصب نموده به نام های دختر، پسر، همسر و اقارب خویش شهرک رهایشی، شفاخانه، مکتب خصوصی، تانک تیل، و مارکیت های تجارتی و بلندمنزل ساخت.
نور به عنوان یک رهبر بی ظرفیت و بی مدیریت در حق یک میلیون بلخی جفا نموده است، شهر خالد بن ولید که ۵۰۰۰ نفوس ندارد، به نام پسرش است، تمام سرک های آنها کاشی و سنگ مرمر شده و اشارات ترافیکی در آن رنگارنگ زرق و برق دارد ولی دشت شور که ۱۵۰۰۰۰ نفوس دارد، نه مکتب دارند، نه مسجد، نه برق و نه هم سرک، حتی می‌توان در فصل زمستان در کوچه های دشت شور، با دند شدن آب از بیکاری کشتی رانی کرد و روزانه بیشتر ۱۰۰۰ افغانی عاید خواهید شد
آمرين ده حوزه شهر مزارشریف خواهر زاده ها و رفقای خاص عطا محمد نور است، رئیس شفاخانه ملکی مزارشریف، باجه عطا محمد نور، قوماندان خط آهن حیرتان برادر عطا محمد نور و صدها و هزارها پست کلیدی و عالی دولتی را در اختیار دارد، که این خود بزرگترین خیانت در حق هر فرد بلخی و بلخیان است.
پی نوشت:
چوکی دولت لنگ حمام است، نه ملکیت پدری و آبایی کس …»

زه به دومره ور زياته کړم چې: فرعون ومړ، زنده باد فرعون (!)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply