محرومو سیمو ته زیات پام پکار دی/ اېمل پیاوړی

0 507

د افغانستان محرومو ولایتونو ته د تېرو پرېمانه امکاناتو باوجود لږ منابع په واک کې ورکول شوې دي او د دغو لږ امکاناتو ورکړې څو اړخیزې ستونزې ایجاد کړې دي. د بېلګې په توګه تر ټولو لومړنۍ ستونزه یې داده چې د قانون مطابق د خلکو حقونه او هغوی ته د ژوند اسانتیاوې او خدمتونه ، نه دي تامین شوي.

خلکو ته د اسانتیاو او خدمتونو د نه برابرېدو له امله د خلکو ژوند ضایع شوی دی. له ډېرو وړو او عادي ستونزو ځورېدلي دي. له زده کړې او پرمختګ څخه شاته پاتې شوې دي. د دوی استعدادونه ضایع شوي دي، ځکه د ودې او غوړېدا لپاره یې هیڅ ډول زمینه نه ده برابره شوې.

دویمه ستونزه داده چې له خلکو سره د محرومیت، پردیتوب، تبیعضي چلند او نورې کینې او عقدې پیدا شوي دي. د حکومت او خلکو تر منځ واټن پیدا شوی دی. حتی د مرکز او محرومو ولایتونو او یا د محرومو ولایتونو او پرمختللو ولایتونو د اوسېدونکو تر منځ بدبیني پیدا او زیاته شوې ده، ځکه د محرومو ولایتونو اوسېدونکي فکر کوي چې د دوی حق همدغو پرمختللو ولایتونو خلکو ته ورکړل شوی دی او هغوی ورته له همدې امله غاصبین او ظالمان برېښي.

دریمه ستونزه داده چې د افغانستان دښمنانو زموږ د محرومو ولایتونو د اوسېدونکو له دغه حالت او بدبینۍ څخه په استفادې هغوی لمسولي. له حکومت څخه یې له ډېر واټن نیولو ته هڅولي او په دې ډول یې د ځان ملګري کړي دي.

بله ستونزه داده چې په دغو ولایتونو کې ظلمونه، ناامنۍ، بې عدالتۍ، وژنې، غصب، قاچاق او نورې نادودې اوج ته رسېدلي، ځکه دغه وړ سیمې د همدغه محرومیت له امله د حکومت له ولکې وتلي. هلته یو ډول خپلسري او ګډوډي حاکمه ده، هر سړی د خپلې خوښې باچا دی چې څنګه یې لاس برشوی، نو په خلکو یې همغسې حکمونه چلولي دي. په دغو سیمو کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او کاروبار هم اوج ته رسېدلی دی او همدارنګه کانونه او نورې ملي او طبیعي زېرمې په کې د افرادو او قاچاقبرانو له لوري لوټ شوې دي.

لنډه دا چې د افغانستان محروم ولایتونه، سیمې او ولسوالۍ تر هر څه لومړی د حکومت پاملرنې ته اړتیا لري، تر څو د دغې ځانګړې پاملرنې پر مټ هلته شته بې عدالتۍ ختمې شي او متوازنې ودې ته زمینه برابره شي.  البته د متوازنې ودې رامنځته کولو مانا دا نه ده کوم ولایتونه چې چټکه وده کوي، هغه دې وځنډول شي، بلکې په دې مانا دی چې په دې ولایتونو کې ښایي په خصوصي سکتور ډېره اتکاوشي، څو د ودې اړتیاوې تامین کړي. مانا دا چې وروسته پاتې ولایتونه باید د دولت د پروګرامونو د توجه محور کې قرار ولري، څو د پانګونې او ولسي فعالیتونو امکان رامنځته شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply