د ملت حوصله مخ پرخلاصېدو ده!!! / حبيب الله غمخور

0 606

په پښتو کي متل دي وايي آس یې نعلاوه چنگښې هم پښه پورته کړه !

همدا اوس مي د اروپا پر وخت د شپې پراوه بجې او۱۵ دقيقې د طلوع تلوېزيون له لاري، د کندهارد پوليسود نالوستی قوماندان ، د مزار د پوليسو د قوماندان او نور دولتی چارواکو خبري واورېدې چې دمزاردوالي معلم عطا دبرطرفه کولوپه اړوند دي نالوستواوبې خبرود هيواد جمهور رئيس ته لارښودنې او گوت ځنډنې کولي.

زه پردې اوس خبري نه کوم چي دکندهار دولايتی شورا رئيس دابې علمه مشر اويوشمېرغړي د زابل دولايتی شورا ديو شمېرغړوپه گډون پرون په خپله ناروا اوملی ضد ناسته کي په بې شرمی دهغه حاکميت پرخلاف غيرعالمانه اوغيراخلاقی له حقوقي صلاحيت او مسوليت نه خودا له کوڅو راټول سوی خبرندي ولي دومره مست اوليونی دي چې څه یې پرخوله ورځی هغه وايي. اوپردې له بحث نه تېرېږم چې دا لنډغرتردې ځايه څنگه رارسېدلي دي؟ پوهېږم دوي به ووايي موږ د کرزی ميراث خواره يو هغه راوستليو. خوکرزی داسي گلان کرلی چي رېبل یې ډير وخت نيسي.دا له ملت نه بېگانه پدې نه پوهېږي چې ولايتی شورادملک د جمهور رېس پروړاندي قانونی مسوليت لري نه دلارښودنې مکلفيت .

رابسو دې خبري ته چې دکندهاردپوليسو قوماندان رازق اودمزاردپوليسو قاماندان دا هيره کړې چي پوځي افسران دي او دوي جمهور رېس خو پرځاي پرېږده د کورنيو چارو وزارت دعادي رئېس پروړاندي مسوليت لري اودهغه د امرمنلو مسوليت لري . زه نه پوهېږم ولي هغه چې له جوالی گری او… نه دنجات په خاطردلته پردولتي دنده وگمارل سو لار ترېنه ورکه سول ؟ او نه يوازي ځان بلکي هرڅه یې هيرکړه ؟ مگردوي نه پوهېږي چې پرون څوک وه او نن څه کوي؟؟ً؟

وړانديزمو دادی چي دکورنيو چارو وزارت دخپلوافسرانو پروړاندي خپل ورسپارل سوی مسوليت سرته ورسوي.

دهرافسر دکړنو او څرگندونو پروړاندي د کورنيو چارو د وزارت ننداره د وزير لخوا دقانون او دقانوني مسوليتونو پروړاندي سرغړونه ده ،په هغه وخت کې بايد ترهرڅه وړاندي له وزيرنه پوښتنه وسی.

داچې دامنيتی افسران دنورپه دفاع کي چغی وهې داټول پېژندل سوی غله اودولتی مافياده،له دوي نه بايد هرڅومره چې ژر کېږي ددوي دکړنو پوښتنه وسي. نه دکندهارد پوليسوقوماندان اونه هم د مزار يابل ولايت د پوليسو قوماندان د ټول ملک امنيت ساتونکي دي اونه دا حق لري چې دهيواد ولسمشرته گوت څنډنې وکړي .

نه رازق اونه هم دمزارقوماندان اوددوي ملاتړی ولس اوملت ته وفاداردي . دوي خپلو بهرنيو بادارانوته ترهرچا وفاداراودهغوي په هدايت کارونه سرته رسوي، پدې موږ له پخوا پوهېږو.ايا دوي خپله نه پوهېږې چې څه کوې؟

اړينه ده چې له ټولو رازونه پرده دلته پورته سی؟ داخو ساده کاردی .

له هغونه مې هم جدي غوښتنه داده چې کرزی ته یې د رازق چي يونالوستی اودخرابی سابقې څښتن دمقرری سپارښتنه کړې وه ،خپل چونگړی دي پرځاي کښېنوی،کنه پرځاي کښېنول یې موږته ساده دی،کندهار پده نه ورانېږي.

متاسفانه کرزی دخپلو نوروناروا اقتصادي اوسياسي موخو لپاره دانا لوستی نه يوازي دا چي مقرروکړ ډير ژر یې د وسله وال ځواک پرټولو افتخاراتو پښه کښېښودل دانالوستی حرفوي قاتل یې چي يوازي له پاکستان نه ديوچا په سپارښتنه رالېږل سوی د سترجنرالی تررتبې ورساوه.دا هم دکرزی يوه له وطن سره دجفا اوملي افتخاراتوسره دخيانت نه هېرېدونکې بېلگه ده .

د سترجنرال ترمقامه د ټولوبې کفايتو رسولوله امله دادي اوس موږ ددې ټولوسترواوناسترو جنرالانو سره د خپل هيواد دملی گټو اوافتخاراتودساتلو لپاره لاس په گريوان يو.فکر کوم دولتی چارواکي او مسولين که د قانون پلي کولو ته ژمن وي بايد دا بې کفايته ستراوناسترجنرالان پرخپل ځاي کښېنوي.

ددې ترڅنگ زموږولس پدې باوردی،داملت چي اوس د دې ټولوملي او نړيوالو ناخوالوسره لاس په گرېوان دي دا دامريکا اود امريکا د لاسپوڅي کرزی د تيروتنواو جنايتونو پايله ده .

امريکا او د امريکا پلويان هيوادونه بايد خپل سرکښه نوکران وتړی، نورد دي خاموش ملت د صبرکاسه ډکېږې.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply