افغانستان که د وزلوبې سخی/ وحید ګل هاشمی

0 746

خورا زیاته د حیرانتیا خبره ده چې څو ورځې وړاندې مسکو یو ځل بیا په افغانستان کې له امریکا سره د همکارۍ چمتووالی وښود له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي وو چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونه په زیاتیدو دي نود دې لپاره به روسیه د افغانستان او نور هغه هیوادونه چې په دې هیواد کې میشت دي د امنیت په ښه کولو کې به ورسره مرسته وکړي.

خو دا ټولې خبرې په داسې حال کی دي چې دواړه هیوادونه په نړیواله سطحه د یوه بل ستر رقیبان دي پر یوه بل هر وخت سختې نیوکې کوي او آن په زیاترو مواردو کې د یوه بل پر وړاندې غیر مستقیم بریدونه هم کوي او دواړه په سیمه کې د لوی استخباراتي جنګ پر وړونکي هم بلل کیږي.

همداشان بار بار په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن روسیه تورنه کړې چې له وسله والو طالبانو سره پوځي مرسته کوي چې دا تورونه روسیې تل رد کړي دي، ددې برعکس تازه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، موږ په افغانستان کې له داعش ډلې سره د چورلکو پر مټ د بهرنۍ مرستې په اړه اندېښنه لرو او ویلي دي چی د افغانستان د فضا کنټرول له ناټو سره دی، په دې اړه یې ترې معلومات غوښتي خو د مسکو لپاره د ناټو ځواب قانع کوونکی نه و.

اوس که چیرته د امریکا لوي اهداف ته ځیر شو د امریکا افغانستان ته راتګ لوی هدف دا هم وو تر څو نوموړی هیواد د وخت په تیریدو سره په مستقیم او یا په غیر مستقیم ډول روسیې او چین ته ځان ورسوي او یا یې له پښو وغورځوي، تر څو نوموړی هیواد په نړۍ کې یواځې قوي او ستر ځواک پاتې شي او هر چیرته ټولې اقتصادي سرچینې دده په لاس کې شي او ګټه ترې پورته کړي او که د افغانستان موقیعت ته وکتل شي د امریکا ددغه شوم هدف لپاره برابر دی ځکه دواړو هیوادونه ته کولی شي په اساني ځان ورسوي.

نو څنګه بیا روسیه غواړي تر څو د امریکا سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې په ګډه همکاري وکړي؟

ددې خبرې لپاره د افغان دولت عکس المل مونږ او تاسې ته تر یوه حده موضوع روښانه کوي چې ویلي یې دي ټول هیوادونه کولای شي چې له افغانستان سره خپلې ټولې اړیکې د ډلو نه، بلکې د دولتونو په کچه ټینګي کړي.

د دې خبرې څخه یو څه داسې هم په لاس راتلای شي چې دواړه هیوادونه په افغانستان کې د دولت پر دوو سترو ډلو، وسلوالو طالبانو او د داعش په ملاتړ تورن دي، امریکا روسیه د وسلوالو طالبانو پر ملاتړ تورنوي او روسیه بیا امریکا د داعش پر ملاتړ تورنوي.

داسې خو به نه وي چې ګواکی دوي به هر یو خپل غیرمستقیم لوری تمویلوي او یو ډول زور ازمويي به کوي نو په داسې حالت کې به افغان دولت او افغان خاوره په یوه بله نړیواله لوبه کې د میدان په حیث وکارول شي چې د کلونو کلونو زیار او پرمختګونه به مو خدای مه کړه د یو څو اونیو ښکار وګرځي.

بله دا چې د روسیې دا خبره چې دوي د امریکا سره په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره کار کوي بل پیغام هم د ځان سره لیږدوي، هغه دا چې په سوریه کې هم روسیې دا شعار ورکاوه چې دوي د ترهګري پر وړاندې مبارزه کوي حال دا چې هم مهاله امریکا هم ځان داسې نړی ته ښوده چې دوي د سوریې د امن په خاطر دلته موجود دي، خو ددواړو په پردي میدان کې سیاسي لوبې له امله لوبغالی پر بل مخ کړ، سوریه ددې پر ځای چې وژغورل شي زره زره شوه، په زرګونه خلک یې ووژل شول ودانۍ ونړیدی او فکر نه کیږي چې د سوریې حالت دی په راتلونکو څو لسیزو کې خپل حالت ته راشي ځکه چې د دوو قوي ځواکونو له لوري په کې زور ازمویي وشوه.

نو بلاخره داسې ویلی شو چې د ولادمیر پوتین دا خبرې چې دوي به د امریکا سره د امنیتي ګواښونو د لمنځه وړلو په برخه کې په ګډه کار کوي د امریکا لپاره غیر مستقیم ستر اخطار دی او دا به په راتلونکي کې روښانه کیږي چې امریکا څنګه د روسیې ددغې اچول شوی لومې څخه ځان ژغوري ځکه نړی ته به د روسیې دا دلیل وي چې دوی د ترهګري د ځپلو لپاره غواړي افغانستان ته داخل شي چې په داسې حالت کې دی خدای مه کړي کیدای شي افغان خاوره بیا د دوو قوي سیالانو د سیالۍ ډګر وګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply