زنګ وهلي ذهنونه / حميد الله فيضي

0 747

د جمعیت د اجرایوي شورا مشر عطا محمد نور او د بلخ ولایت کابو ۱۴۴ کلن والي له دندې ګوښه شوي واکمن د یوې غونډې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې له خپلې چوکۍ یانې د بلخ له ولایته نه تېرېږي او دا یې د ولسمشر او اجرايیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله توطيه وبلله چې غواړي ورځ تر بلې د جهاد او مقاومت مشران له حکومتي دایرې لېرې کړي.

د بلخ ولایت والي عطا محمد نور داځل په ډيپلوماتیکه ژبه نه، بلکې په ډېره ساده او عام فهمه ژبه وویل «اجرايیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د لستوڼي مار دی او تل یې د جمعیت د پاشلو او ترغې ترغې کولو له‌پاره هڅې کړې دي، خو د ډاکټر عبدالله عبدالله په توطیو سره جمعیت نه پاشل کېږي.»

عطا محمد نور یو ځل بیا پر خپل موقف او ولایت ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مکتوب نه دی مقرر شوی او نه يې هم د هغه په مکتوب څوک ګوښه کولای شي او ډاکټر عبدالله عبدالله د یوې غیر قانوني پرېکړې او مصلحت پر اساس راغلی او که چېرې جمعیت پرېکړه وکړي د ډاکټر عبدالله عبدالله چوکۍ هم له منځه وړای شي. د ده بل خبرداری دا و چې «ډاکټر عبدالله عبدالله دندان‌های خود را ده جان ما تیز نکن، ورنه این دندانهای تان را می شکنیم»
داچې عطا محمد نور احساساتي شو او په خپلو احساساتو کې ټولې خبرې په ډاکټر عبدالله او د ملي یووالي حکومت په حکومتوالۍ او همدا راز د خپلۍ څوکۍ او دندې په پاتې کیدا څرخیدې او ټینګار یې کاوه، چې که چیرې ملي یووالي حکومت د خبرو اترو لار په مخ کې ونیسي، عطا محمد نور چمتو دی چې د مذاکراتو پراساس بل مسولیت پرمخ یوسي، خو پرته له هغه یوازې او یوازې صلاح الدین رباني کولای شي زما د برخلیک په اړه پریکړه وکړي او که هغه ووایې «اوس د بلخ ولایت پریږده زه چمتو یم چې خپل کور ته ولاړ شم.»

دغه راز ښاغلي عطا محمد نور د خپلې وینا په بله برخه کې څرګنده کړه که چېرې حکومت پر خپل دریځ ټینګار وکړي، د افغانستان جمعیت او د عطا محمد نور پلویان به مدني خوځښتونه پيل کړي او که چېرې بیا مدني خوځښتونو پایلې ور نه کړې، بیا به د جمعیت ګوند له پرېکړې وروسته تر دې هم ترخې پرېکړې او تصامیم ونیسي.

لازمه ده چې نور نو بايد یو سیاست‌مدار او استاد باید داسې کلمات و نه کاروي چې د خلکو ته ستونزې جوړې او د ملي یووالي د حکومت د لوړ پوړي مامور په توګه خپل مشران په دومره بد نامه یاد کړي چې هغه هم د ده شخصیت او هم د ملي یووالي حکومت وقار ته زیان ورسوي.

چا چې د سیاست الفبا ویلې وي بیا داسې کلمې نه کاروي. په سیاست کې ټولې خبرې په ډیپلوماټیکه ژبه مطرح کېږي او سیاست‌مداران یوازې او یوازې غواړي چې اشاره ولري، ځکه چې سیاست ثبات نه لري او سیاست تلپاتی دوست او دښمن نه پېژني، سیاست مسولیتونو ته متوجه وي، ځینې وخت له نورو ګوندونو سره اړیکې د ګټې په مانا او ځینې وخت بیا له نورو ګوندونو او شخصیتونو سره اړیکې د سیاسي زیان په مانا وي. د کلیوالي او سرک سر کلمو کارول د احساساتي او ساده خلکو کار دی چې د سیاست په فضا او نړۍ کې هغه کسان مسخره بلل کېږي.

د حکومتوالۍ او د ولسمشرۍ د کړنو پر اساس د دولتي مامورانو لېرې کول او یا هم نصبول یوه معموله او قانوني لاره ده، خو د بلخ له ولایته د عطا محمد نور استعفا یا هم په بله مانا د هغه لېرې کول، همدومره عادي او ساده خبره ده، لکه له کابل ولایته چې یو والي بدل شي او که څنګه؟ دا هغه پوښتنه ده چې خلکو ته یې اندېښنې پيدا کړې دي، خو ۱۴ کلن واکمن په خپله یو ورځنۍ واکمنۍ سره جوته کړه چې واقعاً د ده لېرې کول ډېره اسانه خبره وه، ځکه په کومو کلماتو سره چې ده د رسنیو له لارې وکارول، دخلکو په اند له پخوا باید دی لېرې شوی وای او د یوه والي په توګه یې باید دنده نه وای تر سره کړې. خلکو ته هیلې پیدا شوې چې د عطا محمد نور لېرې کول د ولسمشر له خوا یوه پرځای پریکړه ده چې په دې حالت کې چې خلک نور له جګړو او جنجالونو ستړي شوي، نوموړي بیا دا ځپل شوی ملت او له ګواښونو سره لاس او ګریوان خلک بیا په وسلې او جنګونو و ویروي اوب یا خلکو ته ووایې چې غرونو پورته شئ.

خو دا خبره اوس څرګنده ده چې غرونو ته ختل اوس یا ترهګر کوي او یا هم داعشیان، له دې ډلو سره یو ځای کېدل بیا نه قانوني دي نه هم مدني او نه هم د سمت او څوکۍ ترلاسه کولو وسیلې، ځکه که ځینې افغانان دې د خپلو ګټو له‌پاره ومني بیا دې نړیوال او په افغانستان کې بهرني مېشت ځواکونه نه مني او بلکې هيڅ افغان نه مني.

د جهادي سابقې لرل او جهاد د منصب او څوکۍ لپاره سپر ګرځول دا په خپله د دې ښودنه کوي چې دغه کسان له پخوا هم د خپلو شتمنیو د ډیرولو په مفکوره یې دې میدان ته دانګلي ول او اوس هم له خپلې زړې عقیدې سره کړنو ته دوام ورکوي.
دغو کسانو هغه مهال هم د دین په نوم مشخص قومي او سیاسي برنامې درلودې، او دمګړۍ هم ګومان کوي چې د استعداد او لیاقت له مخې نه، بلکې د خپل منسوخ مفهوم له مخې غواړي خپله واکمنۍ وغځوي او ملوک الطوایفي حکومت رامنځته کړي او یا هم د خپلو ناوړه او ملت ځپنې عقیدو سره د نوي دولت په ټولو واګو شریک شي.

دا جوته شوې چې دوی یوازې او یوازې د خپلو شخصي ګټو له‌پاره کار کوي او کله چې د دوی شخصي ګټو ته زیان رسېږي، بیا د جهاد، مقاومت او همدا رنګه د خلکو د حقونو تر پښو لاندې وهلو نارې سورې وهي، خو کله چې دوی په منصب کې وي او قدرت یې تر لاسه کړی وي، بیا نه د جهاد خبره شته نه هم د قربانۍ او نه هم د خلکو د حقونو خبره.

خو د دغو څرګندونو پر وړاندې د خلکو غبرګون دا دی چې هر هغه څوک چې د قانوني نظام او حکومتوالۍ مخالف وي هغه د ترهګرو او ټروریسټانو په ډله کې حسابېږي، ځکه هغوی هم ملت ته ستونزې جوړوي او جګړې ته لمن وهي او دوی هم د منصب د تر لاسه کولو له‌پاره ورته هڅې او فعالیتونه تر سره کوي.

د بلخ دغه پخوانی والي چې د افغانستان د کورنۍ جګړې د کلونو ډېر مشهور او تاثیرګزار شخصیت نه دی تېر شوی او نه هم په خپله مخینه کې داسې کارنامه لري چې واقعاً د افغانستان ملت ته یې جهت ورکړی وي، خو یوازې او یوازې د تېرو ۱۶ کلونو په ترڅ کې ښه شتمني ټوله کړې او د پیسو په وسیله یې ځینې خلک د ځان شا و خوا راټول کړي دي چې اوس مهال دغې شتمنۍ عطا محمد نور ته داسې پوچه مفکوره ورکړې چې ګواکې د سترې سیاسي ایډیا، رهبرۍ او د خلکو د لارې مشعل دی.

تېر پنځلس کاله د یو عظیم ولایت والي پاتې کېدل د عطا لپاره دا غرور ورکړی چې نوموړی د قضیې یو لوری او یا هم د سیاسي توازن یو نه هېرېدونکی لوبغاړی دی. خو د دې ترڅنګ یې دا هېر کړي دي چې د والي تقرر او ګوښه کول د ولسمشر د صلاحیتونو برخه ده. که ولسمشر پریکړه وکړي ولس یې ترڅنګ ولاړ دی او نړیواله ټولنه یې پوره پوره ملاتړ کوي، ځکه د ولسمشر پریکړه قانوني، د ملت په ګټه او د دیموکراسۍ د پلي کیدو لپاره یو اړین ګام دی.

خو یو څه د عطا محمد نور په خبرو کې ښکارېدل چې دی د جمعیت د موقف له‌پاره هر څه تر سره کوي او که جمعیت وغواړي دې خپلې میراثي واکمنۍ ته د پای ټکی ږدي، اوس پرېکړه اړوند کېږي د جمعیت کفایت، درایت او سیاست پالنې ته چې واقعاً غواړي دا ملت یو ځل بیا په اور کې وسوځوي او که یې غواړي نور د جګړې او وسلې په وسیله د خلکو وېرولو ته د پای ټکی کښېږدي او د ولسمشر قانوني پرېکړې پر بنسټ پرېکړه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply