Audi خپل نوی موټر بازار ته وړاندې کړ

0 1,262

د Audi په نامه د موټرو مشهورې کمپنۍ خپل نوی موټر بازار ته وړاندې کړی دی او ويلي يې دي چې دغه موټر يې تر پخوانيو هغو لا هم ډېر پرمختللی دی.
تر ډېرې اندازې د دغې کمپنۍ موټرونه په ډیپلوماټیکو مرکزونو کې کارول کېږي او د مهمو کسانو د سفر له‌پاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

کمپني وايي، دا موټر يې د برېښنايي کلیو پر ځای د خپل سمارټ موبایل په وسیله چلانولای شئ او کولای شئ چې ټول سیسټم یې پر خپل سمارټ فون ور عیار کړئ.

د Audi نوی موټر څلور مهم سیسټمونه هم لري، لکه راډار سینسرز، مخکېنۍ کامره، الټراوساونډ سینسرز او لیزر سکینر چې په زور یې موټر چلوونکی کولای شي چې د خپل چاپیریال هر ډول تصویر په ښه ډول وویني.
دا موټر په ساعت کې ۱۶۰ کیلومټره واټن وهي او همدارنګه یې د تېلو مصرف هم د پخوانیو هغو په پرتله یو څه راکم دی.

دا موټر د پخوانیو ماډلونو په پرتله لږ اوږد هم دی، خو کمپني وايي، سټرينګ یې ډېر نرم دی او کولای شئ چې په اسانه یې يوه او بله خوا تاو کړئ.
له دې سره په خوا کې تر خطر او ټکر مخکې حال درکوي او په دې سربېره، که چپه کېږي، د موټر ټايرونه تر ډېرې اندازې د چپه کېدو مخه خپله نيسي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply