لاپوکان

0 2,328

اوس د افغانستان لاپوکان دي درې ډوله
یو یې ډیر ډولي دی بل یې ډیر دی بې ډوله
بې ډوله یې وایي ما په خپل لوچکي ده وړې
له یوې پایڅې‎ مي سل واري خپله ده ورکړې
ډولي یې ډیر بي شرمه بې ادبه لکه زوړخردی
له پایڅې یې رایستلی تل خپل ځړیدلی هنر دی
نظار ډله یې ډیر لاپوکان دي او تر هګیه لو ده
د دولت قول اردو مني تر خپله ډلګیه بې بسه
یوازې ځان خان ګڼي او د غلا دحق کوي جمبه
هم الش ټاکي هم غواړي لس مقامه لوړ رتبه
دا لاپوکان غواړې ډیر ښه نران بې ډاره مشران
د داسو لاپوکانو لپاره په کار نه دی ډیر زمان
***

زه زر کیلو زر ورکوم د ولایت د مقام دفتر نه ورکوم
هیڅکله دا د ډالرو ښه ډک ټینګ سنګر نه ورکوم
زه چا ته خپل دواک دتار د پریکولو خنجر نه ورکوم
زه په لس میلیارده ډالره خپل جایداد او زر نه ورکوم
***
رهبر مي کلونه کلونه د ریاست څوکۍ په شا ګرځول
کله يي پر سر په دوو لاسونیوله کله یې ټینګه پر ملا تړل
زه يي وفادارشاګرد یم په اصلي سوپر ګلو يي سریښوم
چې څوک یې جلا نه کړي په اصلي فولادي میخو یې ټینګوم
دولایت د مقام دڅوکۍ په مینځ کې مي یو غار جوړکړی
د جنګ په تاکتیک پوهیږم هغه مي دپاره د وار جوړ کړی
***
مزار مي په حلال چور ماچور کې روا قواله کړئ دئ
په هر کونج کې مي خپل کومندان اوملا کښینولئ دئ
زما په پلوي زما غلو نفرو جوړکړې ده خورا خرلوډګلي
داټول د بلخ خلک ما دي د غرتو پرتو په فتوا رانیولي

دا هیواد بې هغه ډیر ښه په لوچګي چلیږي
زورکراسي ده ډیر ښه په ځان ځاني چلیږي
په دولت باندې دا لاپي شاپي ډیرښه لګیږي
له وحدته داسې غرتي هره ورځ ویشتل کیږي

داسې دولت داري او داسې بافرمانه والي ښه مزه کا
پر نورو والیانو به دا غوره کړه څومره ښه اغیزه کا
دولت باید دهر لاپوک سره دواک هندوانه تلازه ګا
درې څلور وزارتونه هر والي ته دچور لپاره پرزه کا

دداسو لاپوکانو پلویان په خپله وریجو کې شاماخې لري
هغوی هم څه تاڅه ددې وطن په چور کې تراخې لري

غني که دي ورک نه کړه له واکه دا ډله د لاپوکانو
بل دوره وکیلان وزیران او والیان به وي بیاله ټګانو
هغو په اولو لاپو شاپو ته رښتیا لږ نه ډیر ډار کړې
اوس نو باید پر اموخته خور دقانون د سوټي وار کړې

که دا دوسیه دي بایله دا وطن نو ر په سمه پریږده
دا لاپوکان د دې وطن اصلي میراث خور ته بیغمه پریږده
دداسو لاپوکانو دې اشغالي دولت کې خوله ده خوندیلې
تر اوسه یې د دې وطن د اصلي خلکوشنه هګۍ نه ده لیدلې

خرلوډګلی (شور زوږ): تلازه(دړه):تراخې ( دترخو جمع)

 

طنز
محمود نظري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply