د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې هوکړه

0 634

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې له افغانستان او پاکستان سره په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي.
ښاغلي وانګ اې د درې واړو هېوادونو د ګډې ناستې په پای کې خبري غونډې ته وویل، په دې ناسته کې په څلورو مهمو موضوعاتو بحث شوی دی.
ښاغلي اې زیاته کړه، د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان او چین سربېره د سیمې د هېوادونو مرسته، د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه والی، د سیمه‌ییزو همکاریو دوام او همدا ډول له ترهګرۍ سره مبارزه د دې ناستې مهم بحثونه و.
((افغانستان، پاکستان او چین هوکړه وکړه چې د هغه ترهګرو پر وړاندې به جدې مبارزه کوي چې د ملګرو ملتونو له لورې د ترهګرو ډلو په نوم پېژندل شوې دي.))
په ورته وخت کې د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني وايي، افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی، خو په دې برخه کې د ستونزو حل د یوه هېواد له توان پورته دی.
ښاغلي رباني زیاته کړه، افغانستان هیله لري چې له پاکستان سره یې اړیکې ښې شي، خو پاکستان ته په کار ده چې له ترهګرۍ سره ریښتني مبارزه وکړي.
((موږ ژمن یوو چې د ترهګرۍ له بېلابېلو ډولونو سره مبارزه وکړو، ولې هیله لرو چې نور هېوادونو هم لکه افغانستان د ترهګرۍ پر ضد ګامونه پورته او د هغوی پټن‌ځایونه له‌منځه یوسي.))
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له طالبانو یو ځل بیا وغوښتل چې د سولې لار ونیسي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل، پاکستان امن افغانستان غواړي او په دې برخه کې یو ګډ پلان هم جوړ شوی دی.
((دا پلان څو میاشتې وړاندې افغانستان ته وړاندی شوی و، د افغانستان جمهور ريیس په باکو کې یو ځل بیا له دې پلان څخه ملاتړ وکړ. دا پلان کولای شي د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ جامع همغږي رامنځ‌ته کړي.))
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه دا ناسته داسې مهال کېږي چې افغان حکومت پاکستان تورنوي چې له افغانستان سره د اړیکو لپاره ښه نیت نه لري او تل یې دوه مخې لوبه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply