۲۰۱۷ کال او بالیووډ

0 815

۲۰۱۷ مېلادي کال چې لا یې څو ورځې پاتې دي، د هندي سېنما یا بالیووډ دننه له تنازعاتو او شخړو ډک کال شمېرل کېږي او د تېر کال په پرتله په‌کې هومره پرمختګ و نه شو، څومره یې چې هیله کېده.
د سرخط په ننۍ ګڼه کې د ۲۰۱۷ کال دننه د بالیووډ څو مهمې شخړې او ستونزې یادوو.
په دې کال کې تر ټولو ستر خنډ د بالیووډ له‌پاره هندي سخت دریځي وو، دوی نه یوازې دا چې د څو فلمونو د خپراوي مانع شول، تر څنګ یې ستوري وګواښل او ان د هغوی د سر د پرې کولو له‌پاره یې انعام کېښود.
د کال تر ټولو لومړۍ پېښه د جنوري په شپږمه نېټه د مشهور اداکار اووم پوري مړینه وه.
که څه هم وویل شول چې هغه په خپل مرګ مړ شوی، خو د سر او ‎بدن پر یو شمېر برخو يې زخمونو دا موضوع جنجالي کړه او تر اوسه روانه ده.
په دویمه پېښه کې بیا د لیلابهنسالي پدوماتي فلم عکس‌بندي او بیا تر ننه د دې فلم پر خپراوي بندیز و چې لا هم پرې شخړه روانه ده او هندي سخت دریځو ان د دپیکا او لیلابهنسالي د وژلو په سر انعام هم ايښی دی.
درېیمه لویه پېښه بیا چې تر ننه د هندي رسنیو په سرټکیو کې ده د کنګنا رناوټ او فلم جوړوونکي کرن جوهر شخړه ده.
کنګنا تر ډېره اوس په بالیووډ کې کمه تر سترګو کېږي او خپله یې ویلي، دې شخړې یې پر عوایدو او شخصیت هم منفي اغېز کړی دی.
څلورمه لویه پېښه بیا د هندي سندرغاړي سنونیګم هغه ټویټ و چې په‌کې یې ولیکل، مسلمانان له پیدا کېدو سره سم له اذان سره روږدي دي، اوس یې لاوډسپیکرونه هم لګولي او خلکو ته مزاحمت کوي.
دې خبرې تر ډېره د هندیانو او مسلمانانو تر منځ نزاع رامنځ ته کړه او زور یې تر بالیووډ ووت. تر دې چې یوه بنګالي دیني عالم وویل، هر چا چې له سنونیګم څخه سر پرې کړ، ۱۰ لکه روپۍ انعام به ورکړي.
بله پېښه بیا د ماهره خان پر وړاندې د هندي سخت دریځو درېدل او همدا ډول پر ريیس فلم بندیز و چې بالاخره له ستونزو سره سره هغه مسله حل شوه او د فلم جوړوونکي هندي حکومت ته پیسې ورکړې.

بله پېښه د ماهره خان او رنبیر کپور ترمنځ ګډ تصویر و چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو او سر یې د دوو ملتونو ترمنځ یوه او بله ته د پیغور تر ورکولو ورسېد، تر دې چې خپله ماهره خان او رنبیر کپور میدان ته را ودانګل او داسې خبرې یې وکړې چې د ټولو خولې وازې پاتې شوې.
بله شخړه بیا د رېشي کپور هغه ټویټ راپورته کړه چې د چمپینز ټرافي کریکټ سیالیو پر مهال یې ولیکل، د سیالیو کپ د پاکستان، خو د ترهګرۍ له ملاتړه دې لاس واخلي، دې ټویټ هم داسې شخړې را وپارولي چې لمبې یې ژر سړې نه شوې.
د دې کال بله پېښه د سني‌دېول او د هغه د پخوانۍ معشوقې ډمپل کپاډیه د ګډ تصویر خپرېدل و، هغه تصویر چې نږدې و، سني‌دېول له خپلې مېرمنې جلا کړي.
په دې کال کې یوه بله موضوع بیا د کریکټ او سېنما تر منځ اړیکې وې چې ظهیر خان په‌کې ساګریګا او ویراټ کوهلي په‌کې له انوشکا شرما سره واده وکړ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply