سلمان خان په نوي غم اوښتی

0 1,267

سلمان خان که په بخت کې تر سنجېدت بد نه دی، نو ښه هم نه دی.
لږ چې یې خوښي څه زیاته شي، په سبا یې شلو غمونو لمن نيولې وي.
ده کله په مينه کې ډغره خوړلې وي، کله په فلمي ژوند کې، کله چې دا جنجالونه ختم شي، بيا بل غم ورته په تمه وي.

تازه یې ټایګر زنده‌ هې فلم نندارې ته وړاندې شو، خو دوه ورځې وروسته پرې له محکمې جلب راغی چې د هندوانو جذبات یې مجروح کړي او باید ځواب ورکړي.
جالبه لا دا ده چې له دې قضیې کترینه کیف ایستل شوې، خو سلمان خان او شیلپا شیټي په‌کې ملامت بلل شوي دي.

وروسته له هغه چې د سلمان خان پر ضد مقدمه پیل شوې، پولیسو یې پر کور نظارت زیات کړی او په دې سربېره، یې د هغه امنیت هم سخت کړی دی.
پر شیلپا شیټي بیا تور لګول شوی چې د هندوانو په ژوند پورې یې خندلې دي، خو محکمې لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply