د غزني په ولايت مقام کې طالبانو ته باج ټولېږي

0 2,068

له ښې ډېرې مودې راهيسې د غزني په سقوط شويو او نيمه سقوط ولسواليو کې د نظام پر ضد په جګړه بوخت اورپکي په هغو پيسو پايي چې د غزني د ښار له هټيوالو، ښوونځيو، راډيوګانو او فابريکو يې د باج په توګه ټولوي.
طالب اورپکيو په غزني ښار کې ټولو دوکاندانو، دولتي مامورانو او هغه چا ته چې لږ يې وس ښه وي، ليکلي پيغامونه لېږلي دي چې د هرې مياشتې په اخېر کې بايد دوی ته يوه مالومه اندازه باج ورکړي او خلک يې هم د امر اطاعت کوي.

عجيبه دا ده چې په ښار کې د ملي امنيت رياست، امنيه قومانداني او اردو پرته ده، خو ټول يې په سترګو ويني چې خلک هره مياشت ځي او طالبانو ته خپله د خولې ګوله ورنيمايي کوي، اما څوک دومره جرات نه لري چې د ښار په منځ کې باج ټولوونکي طالب ته کاږه وګوري.

تر دوکاندارانو وروسته طالبانو په غزني کې د پښتنو ښوونځي وتړل، خو بيا يې بېرته د پيسو د ورکولو په بدل کې ځينو ته د پرانيستو اجازه ورکړه.
تر هغه وروسته يې په غزني ښار کې سيمه‌يزو ايف‌ايم راډيوګانو ته پام ور وا وښت او هغوی ته يې ګواښ وکړ چې که باج ور نه کړي، دفترونه به يې په بمونو والوځوي.

هغه مهال د ځينو سيمه‌يزو راډيوګانو مسوولانو د طالبانو له وېرې په پټه خوله دغه باج ته غاړه کېښوده، ځينې يې بيا ملي امنيت ته ولاړل چې کيسه داسې ده، خو پايله دا شوه چې ټولو باج ورکول پيل کړل او ملي امنيت لا هم د خير پر غونډۍ، د بسوګۍ سندرې وايي.
اوس تازه د غزني طالبانو د غزني ښار ټولو کمپيوټر پلورنځيو، سافټوېر پلورونکيو او د سي‌ډي دوکانونو ته خبرداری ورکړی چې بايد هره مياشت د مياشتې په اخېر کې غاړې خلاصې کړي، که‌نه نو ورته ښه به نه وي.
دوی د امارت د اقتصادي کمېسيون په يوه ټاپه شوي پيغام کې له خلکو باج غوښتی دی.

عجيبه دا ده چې په دغه مکتوب کې د باج ټولولو ځای د ښار يوه سيمه ښوول شوې او د اړتيا پر مهال د اړيکې نيونې له‌پاره د ټلېفون شمېره هم پکې ليکل شوې ده.
“از محترم کمپیوتر فروشان، ترمیم کاران و سي‌دی فروشان شهر غزنی اولا سلام علیکم ورحمت الله …بعدا محترمین جهت مالیه و خدمات دوکان های تان فردا جمعه ساعت ۹ بجه در قریه منګوری حاضر شود.

از طرف مسول کمیسیون اقتصادی مرکز ولایت غزنی. مولوی محمد مجاهد”
د ښار يو تن دوکاندار چې طالبانو ته يې باج ورکړی دی، وايي، له دې وېرې چې طالب اورپکي ورته تاوان و نه رسوي، همدې ټاکلې سيمې ته تللی او هلته يې خپلې غاړې خلاصې کړې دي.
دی وايي، يوازې دی نه و، هلته چې ورغی، د ښار ټول کمپيوټر پلورونکي او سافټوير والا راټول شوي وو، طالبانو په نوبت له هر کس څخه له پنځه نيولې تر شپږ زره افغانۍ باج اخيست او تر غوږ يې ور تېروله چې بلې مياشتې ته دې هم همدې ځای ته راشي.

په غزني کې د غزنويان راډيو مسوول فريد عمري وايي، هغه مهال چې له دوی څخه طالبانو د باج اخيستو خبره وکړه، دی په غزني کې ملي امنيت ته ورغی، هغوی يې خبر کړل، خو بيا هم چا له طالبانو خلاص نه کړ.
دی وايي، طالبانو په وچ زور ورڅخه پيسې واخيستې او بيا يې د دوی راډيو ته د خپرونو اجازه ورکړه.
ښاغلی عمري وايي، طالبان په غزني کې يوازې له رسنيو نه، له تجارانو، شتمنو او دولتي مامورانو ټولو باج اخلي.

د ده په خبره، تر خپله وسه يې طالبانو د باج ورکول وځنډول، خو چې تمه يې وخته، ملي امنيت هيڅ نه کوي، مجبوره شول باج ورکړي.
“له ذبيح الله مجاهد سره مې هم خبره وکړه، هغه هم وويل چې بايد باج ورکړئ. وروسته مې له امنيتي مسوولينو سره خبرې وکړې، هغوی وويل چې موږ يوه چاره کوو، خو چې يوه ورځ ضرب الاجل ته پاتې وه، نو د ځان ساتنې په پار ورغلم او دوه لکه کلدارې باج مې ورکړ.”

د ده په خبره، په غزني کې دوه حکومتونه واکمن دي، يو د طالبانو، بل د کابل اداره او دوی حيران دي چې اوس تر کومه يوه ځان ورسوي.
دی وايي، طالبان د غزني له دريو راډيوګانو، غزنويان، کليد او سما څخه باج اخلي.
عجيبه او تر ټولو حيرانوونکې لا دا ده چې خبر شئ، حتا د غزني په ولايت مقام کې هم د والي د شا و خوا کسان له طالبانو سره اړيکې لري او نه يوازې دا چې طالبانو ته باج ورکوي، نور خلک هم هڅوي چې د طالب امر ته غاړه کښېږدي.
د غزني د ولايتي شورا وکيل حسن رضا يوسفي وايي، د باج خبره اوس بېخي عامه شوې ده.

دی وايي، دا اوس اوس د کابل – کندهار پر لويه لاره، د قره‌باغ په بېلابېلو سيمو کې طالبانو لارې بندې کړې دي او له هغو کسانو باج ټولوي چې پر دغو لارو تېرېږي.
دی وايي، بده دا ده چې په ولايت مقام کې دننه، د ده په خبره، پنځم ستون د والي د شا و خوا کسان دي چې هم طالبانو ته باج ورکوي هم نور خلک هڅوي چې د طالبانو ظلم ته غاړه کښېږدي.
يوسفي وړاندې وايي، په غزني کې حالت هومره خراب دی، څومره چې فکر کېدای شي.

د ده په وينا، لوړپوړي چارواکي او د دولت مهم کسان د هغو هدفي قاتلانو په خلاصون پسې لګېدلي وي چې په لارو کوڅو کې خلک وژني او نيول شوي وي، څه خو د طالبانو د باج مخنيوی او يا طالبانو ته د باج ورکوونکيو او ټولوونکيو نيول دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply