افغان حکومت د بیت المقدس ټینګ ملاتړ وکړ/اېمل پیاوړی  

0 901

پښتانه متل کوي داسې شر پېښ کړې چې زموږ په خیر وي. د بیت المقدس په اړه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شریره پرېکړه د ټولو د نظر او باور خلاف د افغان حکومت په خیر او ګټه تمامه شوه.

افغان حکومت له همغې لومړۍ ورځې په دې اړه خپل دریځ په پوره صراحت بیان کړ. د ملي یووالي حکومت په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې ولیکل: ” نیول شوی تصمیم د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي.“

افغان حکومت په دې اړه نه یوازې د ولسمشر ټرمپ له اعلان وروسته خپل دریځ په ډاګه کړ، بلکې ان له دغه اعلان دمخه یې د یادې موضوع په اړه له ډيپلوماتیکو لارو د موضوع حساسیت او د نړۍ د مسلمانانو د احتمالي غبرګون په اړه د امریکا متحده ایالتونو ته مخکې له مخکې خبرداری ورکړی وو. د همدغې اعلامیې په پیل کې لیکي: ” د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د خلکو د ژورې اندېښنې په درک کولو سره، د بیت المقدس د په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال په اړه دمخه له ډیپلوماتیکو لارو څخه د هغه هېواد رهبري ته خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.“

د ملي یووالي حکومت په خپله خپره شوې اعلامیه کې په ډاګه ولیکل چې: ” د ملي یووالي حکومت او زمونږ مسلمان هېوادوال د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي.“

افغان حکومت د بیت المقدس عظمت او تېر تاریخ ته په اشارې د دغې ستونزې پر معقول حل ټينګار وکړ او وې ویل: ” بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو متلونوسازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.“

افغان حکومت د بیت المقدس په اړه د نړیوالې اجماع موجودیت مهم وباله او هغې ته په اشارې یې د سولې په عمومي چوکاټ کې د یادې ستونزې د دایمي حل خوشبیني څرګنده کړه:” لکه څنګه چې لیدل کېږي له نېکه مرغه د دغې موضوع په اړه نړیواله اجماع وجود لري چې د بیت المقدس په اړه یواړخیز تصمیم نه شي نیول کېدلی او د سولې په عمومي چوکاټ کې باید دایمي حل ته ورسېږي.“

ملي یووالي حکومت په خپله خپره شوې اعلامیه کې د بیت المقدس ستونزې د معقول حل د غوښتلو ترڅنګ خپل دوامدار ملاتړ اعلان کړ: ” ملي یووالي حکومت په فلسطین کې د دایمي او عادلانه سولې د تحقق لپاره له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ او ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې په دوامداره توګه د دې پروسې ملاتړ کوي.“

لنډه دا چې ملي یووالي حکومت د بیت المقدس د موضوع په اړه یوازې د اعلامیې په خپرولو بسنه ونه کړه، بلکې په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان په غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ارزښتناکې وینا د اسلامي نړۍ د نظر په توحیدولو او جهت ورکولو کې ډېر مهم رول ولوباوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply