جمهور ريیس غني؛ د ځمکو غصب د بیت المال غصب دی

0 904

جمهور ريیس غني؛
د ځمکو غصب د بیت المال غصب دی

د هېواد جمهور ريیس وايي، هغه کسان چې د ځمکو غصب کوي، د بیت المال غاصبین دي.
جمهور ريیس غني چې د خان سټیل په نامه یې د اوسپنیزو توکیو د یوې فابریکې په پرانیست غونډه کې وینا کوله، د هېواد وروستي وضعیت ته په اشارې وویل، د افغانستان ټول خلک نظام غواړي او په دې برخه کې هېڅ قدرت نه شته چې د ملي ارادې د عملي کېدو مخه ونیسي.
جمهور ريیس غني همدا ډول په هېواد کې د خصوصي سکټور په پیاوړي کېدو د ټینګار تر څنګ وویل، حکومت ژمن دی چې د کورني تولیداتو د رشد له‌پاره هر اړخیزه زمینه برابره او په دې برخه هر ډول ستونزې پای ته ورسوي.
جمهور ريیس همدا ډول له سوداګرۍ او صنایعو وزارت وغوښتل چې له دې وروسته د دې وزارت نوم په صنایعو او سوداګرۍ وزارت بدل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply