اشرف غني که جدي برخورد ونه کړي……/ ډاکټر ګل مرجان منګل

0 766

افغانستان به په لوی لاس د توپ خولې ته جوړ کړي.وروسته له عطاممد نور څخه چې نږدې پنځلس کاله د بلخ ټولواک ځان بولې دنده نه پریږدي، په کندهار کې رازق خان هم حکومت ته اعلان وکړ د عطاممد په رنځ اخته شو په ډاګه یې اعلان وکړ چې:
هغه نه د چا پر کاغذونو باندې  راغلی دی او نه یې څوک په کاغذونو له دندې څخه ګوښه کولای شي، ولس ټاکلی دی که ولس وغواړي دنده پریږدي.
متل دی چې وایې څوک چې ډوول وهي زور یې لري عطاممد نور ورسره رازق چې په دومره سپین سترګي سره د حکومت پر وړاندې بغاوت کوی عمده علت یې د حیراتانو او سپین بولدک ګمرکونه دي چې دوی دواړو ورباندې خیټې اچولي دي مال د ملت دی مصرف کوی یې شخصي.
یوازي عطاممد او رازق نه دي چې نظام ته ګواښ کوي دلته نور افراد او ډلې هم نظام ته غاښونه چیچي، همدارنګه ځینې شته کسان چې په ښکار د اساسي قانون څخه په سرغړونې چیغې وهی وايې چی موږ افغان او افغانستان نه منو.
نو که یو خوا حکومت چې د نظام په سر کې قرار لري په ګرمه جګړه کې  د دښمن سره لاس او ګریوان دی بل خول په داخل د نظام کې افراد او اشخاص دی چې هم د همدغه نظام  څخه تعضیه کیږی خو  نظام ته ګواښ پيښوي حکومت یې پر وړاندې همداسي چوپ اوسي لرې نه ده چې نظام به له منځه لاړ نه شي.
که اشرف غني د همدغه افرادو او اشخاصو پر وړاندې قاطع او زړور عمل ونه کړی هیواد د ملک الطوایفي خوا ته درومي په مختلفو ولایاتونو او سیمو کې به د قدرت لویې او کوچنۍ جزيرې او موازې حکومتونه رامنځ ته شي چې بلاخره خدای مه کړې دا ټول د افغانستان په تجزی ختم شي.
یو څه چې ولس ډیر په تشويش کې اچوی هغه د حکومت ګونګ  سیاست دي  کوم چې حکومت د روانې وضع پر وړاندې اختیار کړی دی، حکومت چې په لسهاوو مشاورین او ویاندویان لرې ولس ته مالومات نه ورکوی او نه وای چې حکومت یو، دوه، او دری، د افرادو د خيانتونو پر وړاندې دغه یا هغه قدم پورته کړی وو یا دی چی فلانی او فلانی د نظام پر وړاندې ودریدلی دي، حکومت ته پکار ده چې ولس ته د همدغه افرادو چی وخت ناوخت یې نومونه یادیږی او وايې چې حکومت يې د غيرې قانونې امتیازونو او غيرې قانونې کړنو مخه نيولې،   دوی دغه یا هغه خپلې شخصي ګټې په خطر کې وینې ځکه خو نظام ګواښې او تخریبوی یې.
موږ د حکومت داخلي مخالیفین په دریو ډلو ویشلی شو.
لومړۍ ډله د حکومت هغه مخالیفین دي چې په سپينه ورځ په ډاګه چیغې وهې ځانته یې په خپلو سیمو کې  موازي واکمنۍ جوړې کړی دي لکه عطا ممد او رازق خان.
دوهمه ډله هغه مخالیفین دي چې دوی ته په قدرت کې ځای نه دی ورکړل شوی او یا هم د واک څخه ګوښه شوی دي په همدغه خاطر غواړي چې قدرت تر لاسه کړي.
دریمه هغه ډله ده چې دوی رښتیا هم د حکومت پر کړنو مشروع نیوکې پدې خاطر کوي تر څو حکومت اصلاحات راولې لکه امنیت، فساد، رشوت، د ځمکو غصب وغيره.
حکومت ته پکار ده چې لومړۍ دغه دری واړه ډلې سره بیل کړی ورپسې د هر ډلې ځواب ووایې.
د مثال په توګه د عطا ممد او رازق پر وړاندې جدي برخورد وکړي ځکه حکومت باید دومره کمزوری نه شی چې پر یو والي او یا یو قوماندان یې زور نه رسیږی او که رښتیا هم  حکومت د همدغو پر وړاندې کمزوری وي زور یې نه ورباندې رسیږی بیا خو نو حکومت ته پکار ده چې له واک څخه لرې شي، قدرت یو موقت حکومت ته خوشی کړی چې څومره ژر کیدلای شي د نویو ټاکنو لپاره نیته وټاکي او که زور یې رسیږی بیا نو چا ته وخت ورنه کړی چې په حکومت کې حکومتونه جوړ کړي دا ځکه چې دا دری لکه اردو او پولیس د همدغه نظام د ساتلو لپاره جوړ شوی دي. ایا د طالب داعش او همدغه لنډغرو تر منځ کوم تفاوت شته؟ که تفاوت یې نه وی نو پر وړاندې یې باید برخورد هم یو ډول وي.
راځو دوهمې ډلې ته:
حکومت ته پکار ده چې همدغه کسان چی یا یې ګټې په خطر کې دي او یا هم د قدرت تږی دي خلکو ته د شواهیدو او اسنادو پر وړاندې کولو  سره قنعات ورکړی د هغوی څيرې او کړنې خلکو ته په ډاګه کړي، هسې په خبرو خلک قنعات نه کوي شواهد غواړی.

راځو دریمې ډلې ته کوم چي د اصلاحاتو غوښتونکی دي، حکومت ته پکار ده چې په نظام کې ژور اصلا حات  راوړي کار اهل کار ته وسپاري په ځانګړی توګه په نظامې او قضايې سکتورونو کې داسې افراد او اشخاص وګماري چی اهل کار وی، هیواد او ولس ته ژمن او مسلکی وی همدارنګه د رشوت، فساد غله او غصب پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي بلاخره قانون ته لاره همواره کړي.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
7/1/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply