طالبان ختمیږي؟ /شفیق اندړ

0 603

نن سبا چې د هر ولایت له خلکو سره خبرې وکړې، دا به درته ووایي چې طالبان مړاوي دي، تحرک یا نلري یا یې تحرک ډير کم دی او تر ډیره حده ځان ساتي. په ګڼو سیمو کې  د طالبانو د جبهو په اړه هم ویل کیږي چې کسان یې کم شوي دي، اکثره طالب توپکیان ایران، ترکیې یا بل ځای تللي او جهبې یې شړې پرې ایښي دي.

 ایا طالبان ختمیږي؟

نخښې خو همداسې دي. له تیر اګست راهیسې چې د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه  د امریکا د حکومت نوې ستراتیژي اعلان شوې ده، طالب په کابو ټول افغانستان کې مخ په زوال حالت لري. څلور میاشتې پخوا د یو شمیر ولایتونو مرکزونه د طالب له خوا له جدي ګواښ سره مخ وو، خو اوس طالبان د هیڅ ولایت مرکز نه شي ګواښلی. تر څلور میاشتې پخوا پورې طالبانو په اکثره ولایتونو کې تعرضي عملیات لرل خو اوس له یوې نیمې غلچکۍ حملې پرته یوازې ځان ساتي.

 که څوک وایي چې د ژمي مخه ده او طالبان ځکه ورو شوي دي، استدلال یې ځکه سم نه دی چې تیر کال دا وخت طالبان په ژمي کې هم متحرک، متعرض او فعال وو.

 دا یوازې د افغان ملي اردو د تعرضي علمیاتو او د امریکا د هوایي قواوو د حملو نتیجه نه ده چې طالبان یې ژوبل کړي دي، د دوی ژوبلیدل نور عوامل هم لري. مثلا په مشرقي ولایتونو کې په غرنیو سیمو کې داعش ظهور کړی دی او داعش چې څومره له طالب څخه بد مني، له حکومت سره یې ممکن هغومره ورانه نه وي.

 داعش چې تر طالبانو هم ګمراه او افراطي ډله ده، له طالب څخه د ده اصلي قوت په دوو طریقو تروړلی او غصب کولای شي. یو دا چې د افراطي ډلو تر ټولو خطرناک او ناروغ کسان یعنې انتحاریان ورځ په ورځ د طالبانو له ډلې وځي او له داعش سره یو ځای کیږي. له طالبه چې انتحاري واخلې بیا خو داسې لیوه ته ورته دی چې داړې او غاښونه ونلري. څرنګه چې داعش تر طالب هم افراطي دی نو د انتحاریانو غوندې افراطي کسان له داعش سره ځان لا راحت احساسولای شي. انتحاریان رواني ناورغان دي او د ځان او بل له وژلو پرته په بل شي نه راضي کیږي. د وژلو او خصوصا په زجر او خورا بې رحمي سره د وژلو طریقې په داعش کې تر طالب هم زیاتې دي او همدا وجه ده چې انتحاري ګومان کوي چې حورو او غلمانو ته د رسیدو تر ټولو مطمینه لاره د داعش لاره ده.

 له بلې خوا هغه افراطي تعبیر چې د اسلام په باره کې یې طالبان لري، له داعش سره لا زیات دی. طالبانو بار بار ثابته کړې ده  چې دوی یوازې په افغانستان کې وینه بهول غواړي او یوازې په افغانستان کې د سړک، پل، مکتب، دولتي ادارو او نورو تاسیساتو خرابول ورته ثواب ښکاري، مګر د داعشیانو د ثواب ساحه ډیره وسیع ده. د داعش عقیده ده چې د خدای د ټولو مخلوقاتو ځورول لا ډیر اجر او ثواب لري. څرنګه چې د ( اسلام سرحد نه پیژني) شعار لا ډیر پخوا په ډیرو غوږونو کې پیچکاري شوی و، نو د داعش سرحد نه پیژندل، د هر افراطي او انتحاري لپاره لا ښه د منلو دی او په دې ډول طالبان د قطعه بازانو په اصطلاح د داعش له لاسه په خپل رنګ کې کوټ شوي دي.

 په ګڼو ځایونو کې وینو چې هغه رواني ناروغان چې طالبانو د ځان او بل انسان وژلو ته تیار کړي وو، اوس خپل خاوند ته خوله اچوي. داعش په هماغه غیر انساني طریقو چې طالبانو ورڅخه استفاده کوله، اوس طالب وژني. یانې په لاره کې د ماینونو خښول، په لمانځه او جنازه او جومات او واده کې انتحاري حمله کول، د مازې شک په اساس یو څوک جاسوس بلل او وژل او داسې نورې وحشیانه طریقې چې طالبانو په افغانستان کې تطبیق کړې اوس په ښه درز کې د داعش له خوا نه یوازې د نورو افغانانو په خلاف بلکې د طالب په خلاف هم عملي کیږي.

 د طالبانو د زوال یو بل علت د هغوی د مشرتابه ستونزه ده. په هرات، فراه او د افغانستان د لویدیځ په ځینو نورو سیمو کې د طالبانو اکثره غړي ملاهیبت الله نه مني، ځينې یې د ملا رسول پیروان دي او ځینې نور یې د ملا منصور په طرفداري له ملا هیبت الله او ملا رسول دواړو سره مخالفت کوي. ملا هیبت الله په قطر دفتر کې هم طرفدار نه لري. دوی ته ملا هیبت الله یو کمزوری او بې تجربې کس ښکاري چې د لیډري وړ نه دی. د طالبانو د مشرتابه ستونزه ورځ په ورځ جدي کیږي او دوی مایوس او په یو بل بدګومانه کړي دي.

 د طالبانو د مشرتابه کمزوري دوی ته دوه نور مشکلات پیدا کړي دي: یو دا چې سږ کال یې په جبهو کې هاغسې ارتباط نه و، لکه وړم کال. وړم کال به په فاریاب او هلمند او بدخشان کې د طالب عملیات سره هماهنګ و، ځکه قومانده یې یوه وه خو اوس هغسې انسجام نلري. بله دا چې پخوا به طالبانو یا غلا نه کوله او یا به د غلو تعداد پکې کم وو خو سږ کال اکثره طالب سرګروپان د خلکو د جایدادونو او شتمنیو په لوټلو او تروړلو بوخت دي او داسې ښکاري چې پخوانی انضباط پکې له منځه تللی دی.

 د امریکا او پاکستان په روابطو کې وروستي انکشافات او په ایران کې د داخلي ستونزو زیاتیدل د طالبانو د زوال نور عوامل دي. ایران د وروستیو مظاهروپه وجه له شدید داخلي بحران سره مخامخ دی او له طالب سره د ډیر څه کولو وړتیا یې مخ په کمیدو ده. له بلې خوا په پاکستان باندې د امریکا وروستي بې ساري فشارونه پاکستان مجبوروي چې یا طالب مشران د خبرو میز ته کینوي او یا بالاخره ورته ووایي چې بستره مو باره کړئ او افغانستان ته ځان وباسئ. پاکستان که څه هم په خوله باندې له امریکا سره مخالفت څرګند کړ خو په عمل کې خپله ګټه په دې کې ویني چې د امریکا غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي. وروستیو پیښو څرګنده کړه چې پاکستان یوازې په امنیتي او دفاعي برخه کې د طالبانو د جنګ له برکته د کال دوه میلیارده ډالره تر لاسه کول او که په نورو ساحو کې هم له پاکستان سره مستقیمې او غیرمستقیمې مرستې حساب شي نو په اسانۍ سره دا نتیجه تر لاسه کیږي چې د طالب جهاد د پاکستان لپاره د لنګې غوا حیثیت درلود. اوس چې لنګه غوا وچیږي، پاکستان بله لاره نه ویني چې طالب خرڅ کړي او خپله خرچه برابره کړي.

  د طالب لپاره شاید تر ټولو ښه فیصله دا وي چې د سولې مذاکراتو ته لبیک ووایي او کنه نو نور یې دوران ختم دی او ټولې نخښې دا دي چې زوال یې راغلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply