په کوټه کې د مړو او ټپيانو شمېر تر ۳۰ واوښت

0 690

نن ماخوستن د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د پوليسو پر يوه موټر ځانمرګی بريد شوی چې له امله يې تر اوسه پورې د پوليسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او پنځه ويشت نور ژوبل دي.

له سيمې څخه ځينو سرچينو سرخط ته وويل چې بريد د بلوچستان اسامبلۍ په درې سوه مټري کې شوی او خورا تر لېرې لېرې ځايو پورې يې غږ اورېدل شوی دی.

سرچینې وايي، کېدای شي د مړو او ټپيانو شمېر تر دې ډېر زيات شي، ځکه زيات ټپيان د پېښې له ځایه بېلابېلو ځايو ته لېږدول شوي دي.

تر بريد وروسته د کوټې په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
تر اوسه د بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply