برېښنایي تذکرې ولې مهمې دي؟

0 759

 

برېښنایي تذکرې ولې مهمې دي؟

برېښنایي تذکرې د ښې حکومتولۍ د ترویج، د جرمونو د مخنیوي او کمولو، د شفافو ټاکنو ترسره کولو، د خدماتو برابرولو، د امنیت د تامین او نورو برخو کې فوق العاده مرسته کوي، نو له همدې امله مافیایي ډلې، بهرنیو استخباراتو پورې اړوند کسان او نورې بېلابېلې ډلې ټپلې په یوه او بله پلمه هره ورځ د برېښنایي تذکرو د وېش موضوع ځنډوي.

په لویه کې پخواني ولسمشر کرزي په لوی لاس دا موضوع د ملي یووالي حکومت ته د یو لوی سرخوږي په توګه پرېښوده، ځکه هغه مهال یې د دې موضوع لپاره نه په ولسي جرګه کې لازمه لابي وکړه او نه یې هم په خپل وخت کې قانون توشیح کړ.

ملي یووالي حکومت او ولسمشر غني په پوره جرئت سره په دې برخه کې خپل ملي دریځ نه یوازې اعلان کړ، بلکې د هغه ټینګ ملاتړ یې وکړ، د ولسي جرګې د ځینو پردیپالو وکیلانو د مقاومت او مخالفت باوجود یې د تذکرو د وېش موضوع له پارلمان څخه تېره کړه، خو بیا هم دوی هره ورځ په دې اړه غیر مسوولانه او د قانون خلاف څرګندونې کوي.

په دې کې شک نشته چې دوی د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو په لمسون دا کار کوي. د بهرنیو هېوادونو موخه داده چې حکومت ته سرخوږی زیات کړي، تر څو افغانستان د حکومت د ملي او اقتصادي برنامو له برکته د پرمختللي او قوي نظام خاوند نشي او همدارنګه د اوبو مهارولو څخه د حکومت پام خپلمنځیو جنجالونو ته واړوي.

د هېواد په دغسې حساس پړاو کې د برېښنایي تذکرو د وېش په پلمه د بېلابېلو مخالفتونو او ستونزو را پیدا کول نه یوازې غیر قانوني کړنه، بلکې ستر ملي خیانت بلل کېږي او ښایي چې ولس په دې برخه کې پر حکومت مشروع فشار راوړي چې یا دې ژر تر ژره د تذکرو د وېش لړۍ پیل کړي او یا دې هم هغو افرادو او اشخاصو ته چې له خپل افغانیته منکر دي او په دې برخه کې ناسمې څرګندونې کوي، نو هغوی دې یا مجازات کړي او یا دې هم له هېواده وشړي.

هغوی چې له افغانیته منکردي هغوی د دې هېواد دعظیم ملت، ملي ارزښتونو او مقدساتو دښمنان دي. د بیان ازادۍ او ولسواکۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنه باید هغوی ته د دې اجازه ورنه کړل شي چې زموږ ملي ارزښتونه او مقدسات ترپښو لاندې کړي او په واز کومي د هغو د نقد او تحریف کولو جرئت دې وکړي.

په دې برخه کې د ولس غبرګون ډېر مهم دی. د سوله ییزو لاریونونو، لویو غونډو او نورو بېلابېلو بڼو دې د دغو منحوسو او د پردیو د لاسپوڅو کړنې وغندي او همدارنګه کې حکومت دېته وهڅوي چې دغه ناوړه افراد دې د قانون پنجو ته سپاري او د خپلو بدرنګه اعمالو په سزا دې ورسول شي.

په دې کې شک نشته چې داخلي مافیایي او مفسدې کړۍ هم د برېښنایي تذکرو د وېش مخنیوی کوي او په بېلابېلو پلمو خلک دې ته لمسوي چې خپل د اعتراض غږ پورته کړي، ځکه هر وخت چې د مافیاي ډلو ګټې په خطر کې شي، نو دوی بیا له ولس څخه د سپر او وسیلې په توګه ګټه اخلي او په دې کې شک نشته چې د برېښنایي تذکرو وېش د دوی د ګڼو جنایتونو مخه نیسي.

 

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply