ولې پر ملي پولیسو باور؟

0 655

 

ولې پر ملي پولیسو باور؟

افغانستان له څلوېښت کاله ناامنیو او جګړو وروسته نن تر هر څه زیات امنیت او ثبات ته زیاته اړتیا لري. د ولس او خلکو د دغې مهمې اړتیا لپاره دا حتمي او ضروري ده چې د هېواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې پام وړ بدلون او اصلاحات راشي. له همدې امله ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر په عدلي او قضايي ارګانونو او همدارنګه امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو راوړلو ته لومړیتوب ورکړل دی.

په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې اصلاحات ځکه مهم دي، څومره چې اصلاحات په دې برخه کې راشي، نو همغومره له یوې خوا د هېواد د امنیت پر تامین مثبت اغېز لري او له بلې خوا پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو باور زیاتېږي او دغه باور په لویه کې د هېواد د ثبات لامل کېږي.

د دې لپاره یوازې د حکومت په اصلاحاتو بسنه نه ده پکار. ولس ته ښایي چې په دې برخه کې خپل ارزښتناک رول ته په پام له حکومت سره همکار واوسي. څومره چې د ولس رول په دې برخه کې زیات وي، نو همغومره به هم د اصلاحاتو بهیر چټک شي او له بلې خوا به د دغه بهیر په پایله کې رامنځته شوی ثبات او ښه والی ولس درک کړي.

همدارنګه په عدلي او قضایي ارګانونو کې د اصلاحاتو د لومړیتوب لامل دادی چې په هېواد کې د تېرو جګړو له امله ګڼې حقوقي او نورې دعوې موجودې دي چې د حل او فصل لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وروړل کېږي او قاضیان او څارنوالان هره ورځ زموږ له خلکو سره په تماس کې وي.

که چېرې په عدلي او قضایي ارګانونو کې اهل، صادق او خواخوږي کسان په دندو وګومارل شي، نو د فساد مخه به ونیول شي، د خلکو قضایاوې به پر وخت وڅېړل شي، له هغوی څخه به د بډو غوښتنه نه کېږي او نه به هم ناامیده بېرته له دروازو څخه رخصتېږي.

په دې کې شک نشته چې زموږ ګڼ ملي پولیس، قاضیان او څارنوالان په پوره ایماندارۍ او صداقت هره ورځ د قانون د تطبیق، ښې حکومتولۍ، د خلکو د هوساینې، د دوی د ستونزو د حل، د جرمونو د مخنیوي او د جرایمو د کمولو لپاره هلې ځلې کوي، حتی په دې برخه کې د خپل ژوند په بیه قرباني ورکوي، مګر بل لورته د ځینو مفسدو پولیسو، قاضیانو او څارنوالو له لوري نه یوازې زموږ د ولس ستونزې زیاتېږي، بلکې په ځینو مواردو کې زموږ د هېوادوالو د ژوند په بیه تمامېږي.

دا نو د ټولو دنده او مسوولیت دی چې دغه ډول مفسد کسان باید لومړی تشخیص او بیا د ملي پولیسو، قاضیانو، څارنوالو او نورو له ډلې څخه وشړل شي. د عدلي او قضایي تعقیب او څېړنو لپاره اړوندو مراجعو ته ور معرفي شي، تر څو د خپلو ناوړه او غیر قانوني کړنو سزا وګالي. د دې له امله به هم د دوی له شر څخه ټولنه خوندي شي او هم به د نورو لپاره د پند او عبرت لامل شي.

ملي پولیس چې د قانون د حاکمیت په ګډون له خلکو سره خپل چلند ته مثبت بدلون ورکړي او همدارنګه خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کړيو نو همغومره به پر دوی د ولس باور زیات شي او پر ملي پولیسو د خلکو د باور زیاتوالی په هېواد کې د ثبات لامل کېږي، نو له دې امله باید په پولیس په خپل ځان او کړنو کې تغیر راولي او د خلکو باور جلب کړي.

 

اېمل پیاوړی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply