د سولې ارمانجن ولس/محمد روښان ښاد

0 620

  افغانان د نړۍ هغه ملت دی چې د چا خبره نور نو په سوله پسې ړندېږي او سوله د ژوند له ډېرو لومړنیو اړتیا (ساه، اوبو او خوړو) هم ورته مهمه ده، ځکه څلوېښت کاله جنګونو، ورانیو او ویجاړیو نوره زموږ د خلکو د زغم کاسه تر مورګو کړې.

ترڅو چې سوله نه وي ژوند نه وي، ښادي نه وي، پرمختګ نه وي، باور نه وي او لنډه دا چې ژوند خپلې ټولې ښکلاګانې، رنګونه او خوندونه بایللي وي او د څلوېښتو کلونو روان بحران او پر هېواد تحمیلي جنګ زموږ د هېوادوالو ژوند سخت پیکه کړی دی.

مګر د ملي یووالي حکومت په نوښت او پاملرنه د سولې پیل شوې هڅې ولس ته امیدواري ورکړې او د هغوی په زړونو کې یې دا هیلې راټوکولې دي چې که خدای کول ډېر ژر به د ارام، هوسا، سوکاله او اباد هېواد او خوشاله ژوند خاوندان شي.

حزب اسلامي سره د دولت د سولې بریالي تفاهم پر سولې د خلکو ډاډ او باور زیات کړی دی او له طالبانو سره د سولې تماسونه هم دا زېري لري چې که خدای کول افغانستان به ډېر ژر د باعزته او تلپاتې سولې خاوند شي.

د سولې په برخه کې حکومت ډېر واضح او روښانه دریځ لري، دوی په صراحت سره وایي چې له داعش او بهرنیو تروریستانو سره سوله نه کوي، خو له طالبانو سره غواړي چې د سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات وکړي.

دا نو اوس په طالبانو پورې اړه لري چې د سولې غږ ته چې د وس غږ دی لبیک ووایي، ځکه حکومت له هر ډول شرط پرته دې ته چمتووالی ښودلی دی چې د سولې مذاکرات وکړي او حتی په پلازمېنه کابل او یا د هېواد په هر بل ځای کې چې طالبان وغواړي نو حکومت به ورته د ادرس لپاره دفتر ورکړي.

امید دی چې طالبان ژر تر ژره دې نتیجې ته ورسېږي چې د جنګ له لارې هیڅ نه شي تر لاسه کولای او برعکس په سوله کې لکه څنګه چې د افغانستان د خلکو خیر دی، د دوی خیر هم دی، ځکه دوی کولای شي خپلې ګیلې، ستونزې، غوښتنې او ناخوالې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له حکومت سره حل اوفصل کړي.

له پاکستان سره د سولې او مذاکراتو لپاره د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني دریځ د ستاینې وړ دی. هغه وایي له پاکستان سره موږ د دوو دولتونو تر منځ ښه روابط غواړو. موږ له پاکستان څخه دا غوښتنه نلرو چې طالبان دې سولې ته حاضر کړي، بلکې دا ځینې غواړو چې په افغانستان کې د نظام او ثبات مخالفانو ته دې پناه نه ورکوي.

د هېواد جمهور رئیس په پام کې لري چې له پاکستان سره د افغانستان د تېرو څلوېښتو کالو ستونزې او ناخوالې چې په نیابتي جنګ اوښتي دي او پاکستان د دغه جنګ د پرمخ بېولو لپاره د طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو له وجود څخه ناوړه ګټه اخلي. مګر ولسمشر په پام کې لري چې له پاکستان سره د مذاکراتو له لارې خپلې ستونزې حل کړي او دغه ساړه شوي او خراب شوي مناسبات د دواړو هېوادونو ملي ګټو ته په پام بیا له سره ورغوي.

له نېکه مرغه په سیمه کې د هیوادونو تر منځ د همکاري په برخه کې افغانستان تر بل هر هیواد ډېر فعال دی او له نېکه مرغه د دې همکاري په برخه کې یوه منطقوي اجماع رامنځ ته شوې ده چې امید دی پاکستان هم همکاري ته تیار شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply