بې قیده او شرطه سوله/ محمد روښان ښاد

0 572

دا معلومداره خبره ده چې سوله، جرګه او مرکه په شرطونو نه کېږي. یانې ښکېلې خواوې نشي کولای چې یو بل ته شرطونه وړاندې کړي، ووایي که په دغو شرطونو راسره مخته ځې، سوله کوم او که نه ځې نو نه یې کوم.

 کله چې ښکېلې خواوې دریمګړو او منځګړو ته واک ورکوي او د سولې او جرګې مېز ته کېني او هغه هم بې له کوم قید او شرطه، نو له دې څخه د هغوی د سولې او جرګې نیت او صداقت معلومېږي، خو که یې شرطونه او قیدونه کېښودل، نو دا یې مازې پلمه ده، اصلاً هغوی سولې او جرګې ته نه دي تیار.

 افغان حکومت له خپلو وسله والو مخالفینو سره د بې قید او شرطه سولې اعلان وکړ او حتی دا یې هم وویل چې که وسله وال طالبان وغواړي او تیار وي، نو حکومت به ورته پلازمېنه کابل کې د سولې مذاکراتو د پرمخ بېولو لپاره دفتر او نورې اسانتیاوې هم ورکړي او دا ډاډ یې هم ورکړ چې د دوی د مذاکراتو پلاوی د حزب اسلامي د سولې دپلاوي په څېر له کوم مزاحمت او ستونزې پرته ازادانه تګ راتګ کولی شي.

 دا لومړی ځل دی چې حکومت د سولې لپاره دغومره انعطاف او صداقت ښیي، ځکه دوی پوهېږي چې جنګ نه د حکومت او نه هم د طالب په ګټه دی، بلکې د جنګ او بحران ګټه دریم یانې ګاونډي هېواد او د افغانستان دښمنانو ته ورځي، خدای دې وکړي چې طالب وسله وال هم دغه وضعیت درک کړي او د سولې په موخه د حکومت بلنې ته لبیک ووایي.

د سولې لپاره داسې هم ممکنه ده چې دواړه غاړې حکومت او طالب د ښه نیت د ښودلو لپاره یو موقت اوربند وکړي، موقت په دې مانا چې که په هغه وخت کې دواړو لورو د سولې په موخه پام وړ اقدامات وکړل، نو بیا دې موقت اوربند په دایمي اوربند بدل شي، خو دایمي اوربند ته د زمینې برابرولو لپاره دې یوه غاړه پر بلې غاړې برید او تېری نه کوي.

 له اوربند وروسته دې طالب وسله وال خپلې ټولې غوښتنې، ګیلې او وړاندیزونه په لیکلي شکل د مذاکراتو پلاوي ته واستوي، تر څو د دواړو غاړو ټاکل شوي پلاوي ورباندې بحث او مذاکرات وکړي او دا وارزوي چې په هغو کې کوم سملاسي د تطبیق وړ دي، کوم یې وخت ته اړتیا لري، کوم یې له قانوني پلوه او یا د نورو ملحوظاتو له امله د منلو وړ نه دي او کوم یې داسې وړاندیزونه دې چې باید لا ډېر غور او دقت ورباندې وشي.

 کله چې دغه مذاکرات ترسره او یو د بل قناعت حاصل شو، نو بیا دې دې دواړه لوري د سولې تړون د لاسلیک لپاره چمتو کړي او د هغو لپاره دې نړیوال ضمانتونه هم ولټوي تر څو دواړه غاړې لا ښه ډاډه شي چې له هغه تړون څخه سرغړونه نه کېږي.

 هیله ده چې حکومت او طالب وسله وال د سولې له برابرو شویو زمینو او فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي او نور د یو بل د وژلو او بدبخته کولو پرځای په ګډه د هېواد او ولس د ابادۍ، سوکالۍ، پرمختګ او ثبات لپاره کار وکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply