طالبانو! دغه خوار او مظلوم ولس نور په اور مه اړﺉ

0 982

ودان روښان    

د سپینې ماڼۍ  یوې خبرپاڼې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیمه کې امریکايي قوماندانانو ته واک او سرچینې ورکوي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو خوندي پټنځایونه له مینځه یوسي.

د خپرو شویو رپوټونو له مخې په وروستیو کې له ډیورنډ کرښې هاخوا قبایلي سیمو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو بریدونو زور اخیستی او ویل شوي، د حقاني شبکې څو قوماندانان یې وژلي دي.

سره له دې چې پخوا هم له ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته، د تحریک طالبان پاکستان او القاعده شبکې ځینې قوماندان د امریکایي بې پیلوټه الوتکو بریدونو ښکار شوي وو خو د حقاني شبکې او طالبانو مشران او قوماندانان ځکه ترې خوندي پاتې شوي وو چې د په نښه شویو په اړه رپوټونه د پاکستان پوځي څارګرې شبکې یا هم دهمدې شبکې ځرو امریکایانو ته ورکول نو ځکه خو د حقاني شبکه او طالبان ترې خوندي وو. په دغه ځای کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور مسله جلا ده چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې برید کې ووژل شو، دا ځکه چې وروسته مالومه شوه په دې پېښه کې هم د ای اس ای لاس و، دلیل یې هم روښانه دی او هغه دا چې ملامنصور ځینې کارونه د ای اس ای له خوښې پرته کړي و، پر خپل سر ایران ته تللی او ښایي نورو لورو سره یې هم ګوتې پټې کړې وې او بله دا چې د هیرویینو کار وبار یې هم خپله کاوه او ښایي څومره تمه چې ای اس ای ترې لرله چې د هیرویینو له کار وباره ونډه ورکړي، نه به یې ورکوله نو ځکه خو یې د امریکایانو پر ډرون برید ونډۍ ونډۍ  کړ.

تر دغه اعلان مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و چې طالبان بیګناه خلک وژني او دوی به خبرېورسره ونه کړي.

د امریکا ولسمشر تېره اونۍ په سپینه ماڼۍ کې څرګنده کړې وه  فکر نه کوي  اوس دوی له طالبانو سره خبرو ته چمتو وي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې په کابل او ننګرهار کې د ځان مرګه بریدونو شاوخوا ۲۰۰ ملکي وګړي ووژل او له ۳۰۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

د ولسمشر ټرمپ په وینا طالبان له توپیر پرته خپل خلک وژني، بیګناه ښځې او ماشومان وژني او په وینا یې دا ډېر وحشتناک دی نو ځکه امریکا له طالبانو سره خبرې نه کوي.

 د ولسمشر ټرمپ له قوله ویل شوي و هغه کار به وکړي چې نورو نه دی کړی.

ولسمشر ټرمپ وویل هغه څه ختموي چې باید ختم یې کړي  او په وینا یې بل هیچا هم دغه کار ختم نه شو کړی، دی یې ختمولی شي د خبرو له پاره به وخت وي، خو ډېر وخت به ونیسي.

د ټرمپ له خبرو داسې ښکاري چې امریکایي ځواکونه به هر ډول وسلې وکاروي چې په دې سره به وچ او لامده ګډ وسوزېږي.

د ټرمپ د خبرو تفسیر اړین دی خو خپله د ټرمپ په اړه ویل شوي څه چې لیدل شوي هغه هر ډول عمل ته چمتو ښکاري. د بېلګې په توګه په کونړ کې د بمونو مور په نوم ستربم د همدغه سړي په واکمنۍ کې وکارول شو. همدغه راز، له شاوخوا ۴۰ کالو راهیسې د امریکا هر ولسمشر ویلي و چې بیت المقدس به د اسرایلو پلازمینې په توګه په رسمیت پېژني خو یوه یې هم دغه کار ونه کړ خو موږ او تاسې ټولو ولیدل چې ټرمپ دغه کار هم وکړ.

کله چې دی وایي هغه کار به وکړي چې نورو نه دی کړی مانا دا چې له هیڅ راز، وسلې کارولو به مخ وانه ړوي.

بله دا چې ټرمپ وایي پوځي قوماندانانو ته به ډېر واک او ډېر وسایل ورکړي دا په دې مانا ده چې پوځیان به په عملیاتو کې خلاص لاس ولري او ځواب ویونکي به نه وي او دا هم روښانه ده چې پوځیان تل د جګړې په ډګر کې د بري او غلیم ته له ماتې ورکولو پرته تر ډېره د بل څه په اړه فکر نه کوي یوازینی څیز چې له بري وروسته دویمه درجه ارزښت ورته لري هغه د خپلو سرتېرو مرګ ژوبلې مخنیوی دی او بس، ددغو دواړو موخو له پاره دوی هرډول اقدام ته چمتو دي په تېره چې د ټرمپ په شان ولسمشر ملاتړ او ډاډ هم له ځانه سره ولري نو اوس تاسې (طالبانو) فکر وکړﺉ چې په دغه خوار او بې دفاع ولس به څه راشي اوس خو نه د تېښتې ځای شته او نه په خلکو کې دتیښتې توان.

بیا یې وایم که تاسې (طالبان) جګړه کوﺉ له تردید پرته امریکایان بمونه درباندې غورځوي پردې خو ښه سر خلاص کړﺉ چې د جبهه یي جګړې فرصت نور نه درکوي اوس یې هم ګورﺉ چې هر ځای مو په نښه کوي، په ډاتسن کې، په واړه موټر کې او ان پر موټر سایکل مو سپاره ولي، هیڅوک یې هم مخه نه شي نیولی هر ډول بم چې ګټور وګڼي کاروي یې، تاسې که وغواړﺉ یا ونه غواړﺉ اړیاست چې ځانونه په کلیو کې پټ کړﺉ او دوی مو کلیو کې هم نه پرېږدي په دې سره به بیا هم اصلي قرباینان بې ګنا ملکي وګړي وي، پایله روښانه ده او هغه د مظلوم ولس تباهي! ماشومان، ښځې، زاړه، ځوانان او نور به په وینو کې ولمبېږي، کلي به وران شي، باغونه او کروندې به شاړې شي، په دې سره یوازې د هغو کړیو او لورو هیله پوره کېږي چې له کلونو کلونو ددغه حالت ارمانجن و او دا هیله به یې  ترډېره تاسې(طالبان) پوره کړﺉ!

یو ځل بیا یې واورﺉ طالبانو! ډېر چانسونه مو له لاسه ورکړل پخوا به تاسې هم ویل چې له امریکایانو سره خبرې غواړﺉ او له افغان دولت سره نه! امریکایانو به هم کله ناکله ویل چې طالبانو سره کار نه لري او دوی القاعده او ترهګرو پسې راغلي خو اوس خبره بل ډول ده او امریکایان وایي خبرې نه درسره کوي.

کرزي او غني به که هرڅو چیغې ووهلې، عذر او زارۍ به یې درته وکړې خو تاسې یوازې د یوه لوري خبره اورېده او منله چې ویل یې جنګ او جګړه وکړه ګټې یې! خو دلیل یې نه درته وایه چې څنګه او په څه شي به یې وګټې؟

دې ته مو هم پام شوی چې په افغانستان کې ددې نږدې ۴۰ کلنې جګړې ډېر زیان چا ګاللی او ولې یې ګاللی؟ ولې په یوه ځانګړې جغرافیه کې دغه اور بل دی؟ څوک پر دغه اور د څه له پاره تیل پاشي؟ دا تصادفي نه بلکې د یو اوږدمهاله او بېلابیلو لورو جوړ کړي پلان له مخې دغه اور بل کړی شوی خو د سونګ توکي یې موږ یو.

کله به چې کرزي او غني درته وویل چې را شئ د خدای په پار سوله وکړﺉ نو له هرې خوا به د هغو کړیو شور ماشور جوړ شو چې له یوې خوا خپلې ګټې د جګړې په دوام کې ویني او له بلې خوا د نورو اجنډا پلې کوي. هغوی ولې د سولې مخالفت کاوه او یا یې کوي؟ روښانه ده ځکه چې دغه شاوخوا ۴۰ کاله د جګړې زیان او ګټه چاته رسېدلي؟

جګړه غوښتونکي او د سولې مخالف لوري د چا تباهي غواړي؟ او تاسې کوم لورته روان یاست؟ یو ځل ښه په ګریوان کې سرونه کښته کړﺉ په دې جګړه کې چا ګټه وکړه او چا زیان ولید؟ تاسې(طالبان) په دې جګړه کې څومره خپلو موخو ته نږدې شوﺉ؟

اوس هم روښانه ده چې د امریکا د قهر زیان به تر ډېره چا ته ورسېږي؟

لا هم وخت شته د سولې ځینې کړکۍ ان که وړې هم دي او نرۍ لارې لا هم پرانیستې دي او که رښتیا خپل واک یاست مه ځانونه تباه کوﺉ مه دغه د ویر پر ټغرناست ولس!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply