د ښه ذهن خاوندان دغه (۷) ځانګړنې لري

0 1,000

ژباړه: حضرت عثمان نوري

هغه خلک چې بېلابېلو ستونزو ته تر هر چا ژر حل لاره راوباسي او ذهني وده یې تر نورو چټکه وي، دوی بډایه ګامونه پورته کوي او په بریالیتوب سره شته ستونزې په ډېر کم وخت کې حل کوي. ارواپوهان وايي: که تاسو لاندې ځانګړتیاوې ولرئ، تاسو د یو پیاوړې حافظې شخصیت بلل کیږئ.


لومړی: خپل احساس او منطق توازن کړئ 

که تاسې په بشپړ ډول د موضوع په اړه پوه شئ، نو تاسو په ذهني توګه قوي یاست. همداراز د خپلو منفي او مثبتو احساساتو په اړه فکر وکړئ؛ بیا د منطق سره د وضعیت او سختو پېښو اندازه وکړئ، د احساساتو او مهارت منطق د صبر او پوهې له لارې ښه کیدی شي.


دوهم: د بدلونونو سره سم عمل وکړئ

بدلون او نوښت آسان کار نه دی او هر څوک یې نشي کولای، خو که تاسو په ژوند کې د نوو حالاتو سره مخ کېږئ او په مثبتو لارو خپل فکر بوختوئ او انرژي مو په سمه لاره مصرف کوئ، دا ستاسو د ذهن د وړتیا ثبوت دی. ستاسو قوي ذهن به تاسو ته توان درکړي چې تاسو خپل پام په بدو اړخونو متمرکز نکړئ.


دریم:ژوند مو ارزښتمن وبولئ

د قوي ذهن خاوندان کولای شي چې د خپلو اصولو او عقایدو مطابق ژوند وکړي، دوی پوهیږي چې څنګه خپل لومړیتوبونه اداره کړي؛ څو ارزښتناکې پرېکړې وکړي. ژوند ښکلی دی او ارزښت ورکول یې نور هم رنګینولی شي. که خپل ژوند او آینده روښانه غواړئ، نو ورځ په خوښۍ پېل او په بریاوو پای ته ورسوئ.

څلورم: ماتې ته ښه راغلاست ووایئ

بریا او شکست (ماته) سره د ورور او خور مثال لري، که ګټه غواړئ، نو تاوان غواړي، ددې لپاره چې مخته ولاړ شئ او نوښت وکړئ، نو په ماتې سره مو چارې او هوډ مه ځنډوئ، ځکه د بریا په لاره کې ناکامي شتون لري او باید ویې زغمئ.


پینځم: غوسه یا افسوس مه کوئ

که تاسو د تېرو بدبختېو په اړه فکر کوئ، دا بیا ډېر ستونزمن کار دی چې یو ګام مخکې لاړ شئ، ځکه که تاسې تېر هېر نه کړئ او له تېرو تېروتنو مو زده کړه ونه کړئ، مخ په وړاندې نه شئ تللی، د همدې لپاره په خپلو ماتو او تېروتنو غوسه او افسوس مه کوئ او ددې پرځای خپل کار ته لا ښه پام وکړئ.

شپږم: پرېکړه کوونکي اوسئ

ایا تاسو فکر کوئ چې ستاسو ذهن ستاسې بریا له شک څخه ژغوري؟ دا یو حقیقت دی، که تاسې خپله حافظه په مطالعه بوخته وساتئ، نو ځان مو له ماتې ژغورلی شئ.  ډیری خلک چې په نړۍ کې یې ریکارډ پریښی دی او د نړۍ نامتو پوهان شمېرل کیږي، لامل یې دادی چې دویو خپل ذهني حالت ته ښه پام کړی دی او د یوې قاطع پرېکړې خاوندان دي. که تاسو په ژوند کې یو څه کوئ؛ دا یې ښه وخت دی؛ ځکه ستاسو ذهن په بیا بیا فعالیت تمرکز کوي چې پای به یې د بریاوو زیری ولري.

اووم: خوښي مو په ګډه ولمانځئ

د پیاوړې حافظې خاوندان خپلې خوښۍ ته تر هر څه لومړیتوب ورکوي، لامل یې دا دی چې دویو هېڅکله نورو (بدبینه خلکو) ته اجازه نه ورکوي چې د دویو خوښي محدوده کړي. ارواپوهان سپارښتنه کوي چې خوښي ستاسو ذهن پراخوي او ذهني فشار مو ورسره له مېنځه ځي، دوی زیاتوي چې په ذهني توګه ستاسو استعدادونه ستاسو بریالیتوب څومره چې امکان لري، هومره یې ژر ثابتوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply