په پکتیا ولایت کې د پوهنې په برخه کې نوي قومي تړونونه

0 1,155

واحد ګل هاشمي
شاوخوا اونۍ مخکې د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالي کې د قومي مخورو له لوري داسې تړون وشو چې له مخې به یې هغه کورنۍ ناغه کیږي چې خپلې لوڼې او زامن چې ښوونځي ته د تګ عمر یې پوره کړی وي په ښوونځي کې نه شاملوي.
ددې تړون په اړوند د همدې ولسوالي د پوهنې آمر شریف خان مطمن وویل چې د تړون را پدېخوا د پوهنې په بهیر کې د پخوا په پرتله لوي تغیر راغلی دی، نوموړی وايي اوس هره ورځ له ۴۰-۴۵ زده کوونکي مونږ ښوونځیو ته جذبوو چې ځینې وخت شمیره له دې پورته هم شي.
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي ددې تړون اړوند وویل:
(( ددې تړون د کیدلو مختلف دلایل دي، یو خو دا چې مونږ هلته د دیني علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره په متواتر ډول ناستې درلودې، په همدې موضوعاتو مو ورسره خبرې وکړې نو دوي هم دا نیک اقدام ترسره کړ))

د پوهنې رئیس په آند چې ۱۳۹۷ کال کې به په همدې سیمه کې د ښوونځیو لپاره درې وداني هم جوړیږي چې دا به ددې سیمې د پوهنیز بهیر په ښه والي ښه مثبت اغیز ولري.

دې ته ورته تازه د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت په سرحدي ولسوالي پټان کې د مقبلو قوم په يوه ستره غونډه کې چې پخپله د قومي مشرانو له لوري جوړه شوې وه تړون وکړ چې، د ښونځيو شوراګانو سربېره به په هر مسجد شوراګانې جوړوي او هر هغه څوک چې ښوونځی یې تر یوه حده ویلی وي او بیرته یې پریښی وي، او یا هم یوه ماشوم د ښوونځي عمر پوره وي او کورنۍ یې په ښوونځي کې نه شاملوي کورنۍ به یې ناغه کیږي او ماشوم به په زور ښوونځي ته لیږي.
یواځې دا نه؛ بلکې د لجې ولسوالي له تړون څو ورځې وړاندې د پکتیا ولس (ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړئ) تر نامه لاندې سولییز لاریون هم ترسره کړ چې لاریونوالو په کې پوهنه رڼا ده، مونږ د پوهنې ریاست ملاتړۍ یو، ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړئ او دې ورته شعارونه ورکول.
د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي وايي چې سږ کال دوی ۲۳۰۰۰ نوي زده کوونکي جذب کړي چې ددې له جملې ۱۰زره یې نجونې دي، د نوموړي په آند سږ کال به په پکتیا ولایت کې ۴۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي او شاوخوا ۱۲ ښوونځي به بیاځلې ترمیم کیږي.

دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې د قومونو له لوري د زده کوونکو د جذب اړوند تړونونه کیږي، او د سیمې اوسیدونکو په نظر تر اوسه ډیر ګټور تمام شوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply