انټرنټ په نړۍ کې تر ټولو خوندي ټولنیزې شبکې کومې دي؟

0 670

ژباړن: حضرت عثمان نوري  

که تاسې له پرمختللې نړۍ (انټرنټ) څخه ګټه اخلئ، دا مهمه ده چې باید لومړی په دې پوه شئ چې د انټرنټ  په نړۍ کې تر ټولو خوندي پېغام وړونکې شبکه کومه یوه ده؟ د انټرنیټ د تحلیل په برخه کې په تازه خپاره شوې راپورونو کې د Wats App شبکه په لومړي نمبر کې قرار لري او ټیلګراف بیا د نړۍ تر ټولو خوندي شبکه بلل شوې ده چې د خوندي پیغام رسونکو په لیست کې څلورم مقام لري.

۱:وټس اپ  (whatsApp)

د WhatsApp Messenger App په ۲۰۱۶م کال کې د نړۍ په کچه ترټولو مشهوره او پیاوړې شبکه ددې ادارې د مسؤلینو لخوا وپېژندل شوه. دا شبکه هم د لوړ امنیت څښتنه ده او ستاسو مالومات ترې په آسانۍ څوک نشي هیک کولی،  ځکه چې دا (end-to-end encryption) د پرمختللي پایې څخه د کوډیزونشن کاروونکې تعقیبوي، ترڅو د کاروونکو او معلوماتو تر منځ تبادله په بشپړه توګه خوندي شي. ځينو راپورونو کې دا هم ویل شوي وو چې د دویو خصوصي او شخصي خبرې اترې به د نورو ادارو لخوا نه تعقبیږي.

۲: سیګنال (Signal)

دا پیغامیزه شبکه چې په ۲۰۱۴م کال کې ایجاد شوې ده، په لنډ مهال کې یې د لوړ امنیت کچه ​​ترلاسه کړه، سره له دې چې په هغه وخت کې دې شبکه ښه شهرت هم نه درلودلو، مګر د سایبرسنیټ کارپوهانو دا شبکه ددې لپاره کاروله چې پیغامونه یې په خوندي توګه ساتل کېدل. ددې شبکې یوه ارزښتناکه ګټه دا وه چې د واټسایپ پیروي یې کوله او هیڅ ډول معلومات یې نه ذخیره کول.

۳: جي ډیټا خوندي چیټ (G data secure chat)

دغه اپلیکشن چې په تازه ډول ایجاد شوی دی، په مفت ډول ټولو کارمندانو ته خدمات وړاندې کوي، ټاکل شوې ده چې ددې شبکې زیات اپ ډېټ اپلیکشنونه ایجاد شي، ځکه دا شبکه په پېغام رسولو کې ډېره محفوظه ده او د تبادلې مکالمې په بشپړ ډول خوندي ساتلی شي.

۴: تلگرام  (Telegram

د ټیلگرام پیغام اپلیکشن چې د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې بې ساري مقبولیت درلودولو، د چټک رفتار ترڅنګ یو ښه امنیت هم لري. همداراز دغه شبکه د خوندي پېغامونو او مکالمو (secret chat)  ځانګړنې هم لري.

۵:سایلنس (Silence)

د پېغام رسولو لپاره د Android له کمپنۍ یوې بلې رسنۍ د سایلنس  (Silence) په نامه ده چې، د کاروونکو، شرکتونو او سازمانونو د شخصي معلوماتو د محافظې لپاره د خپلو مینوالو پر مخ وړاندې کړ. د اکونټ (کارن) خاوندانو  ته یې د فعالیت زمینه مساعده کړه او دا سیستم د یو پرمختللي او رمز داره (محفوظې) شبکې په نوم یادیږي.

۶:پرایویت ناو  (PryvateNow)

دا پېغام وړونکې شبکه په ۲۰۱۵م کال کې طرحه شوه او په عمومي ډول د ټولو کارمندانو پر مخ یې خپل نشرات پېل کړل. په دې پېغام وړونکې شبکه کې غږیز او ویډوي کلېپونو هم شتون درلوده، دا چې دغه شبکه په عمومي ډول د ټولو کارمندانو لپاره د استفادې وړ وه، نو زیاتو کارمندانو به ترې ګټه اخیستله، خو د سوداګرو لپاره دا شبکه خورا ښه وه او خپلې سوداګریزې چارې به یې په ډېرې آسانۍ مخته وړلې؛ ځکه خو به یې کارمندان هم ترې ډېر خوښ برېښېدل.

۷: فیسبوک مسنجر

دا چې په فیسبوک کې چټ (بنډار) پخوا ډېرې آسانتیاوې نه درولودلې، نو مارک زوګربرک (د دې شبکې مؤسس) ورځ تر بلې په فیسبوک د نویو تغیراتو په اړه خبراداری ورکړ چې د یو څه وخت وروسته به په فیسبوک نوي تغیرات راوړي. نوموړی د یو څه وخت وروسته په دې وتوانېده چې فسبوک میسنجر چې د غږیزو، انځوریزو، ویډیویي، ډوکومینټ (اسنادو او دوسیو) او داسې نورو فایلونو د لېږد لپاره د فیسبوک شبکې ته د میسنجر اپشن ور علاوه کړ، نن ورځ په میلویونونه خلک د میسنجر څخه استفاده کوي او د هېواد ننه او بهر په امنیتي ډول خپلو بنډارونو ته دوام ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply