د پښتنو انقلاب /هلمند پردېس

0 1,616

افغانستان دننه ځينې خلک د پاکستان زړه اسلام اباد کې د پښتنو راويښيدو او د شهید نقيب الله لپاره لاريون کول او د اوسنیو نارو (ازادۍ )ته د شک په سترګه ګوري، او داسې انګيري، چې هېڅ تحولات به را نه شي، خو داسې نه ده.
د 2014کال د اوکراین پلازمېنه کيف ښار کې عام ولس د اورپا يي اتحاد سره د تړون د ملاتړ لپاره د وخت حکومت په وړاندې مظاهرې شروع کړې، او تر ټولو اوله ناره يې همدا وه، چې موږ د اروپايي اتحاد سره اتحاد غواړو.
جالبه دا وه،چې اول کې هېچا داسې نه انګیرله،چې دوی به ریښتنۍ انقلاب راولي،د لاریون سرلارو غوښتنې کمې وې،خو ویل به یې چې که خلک راډیر شي،نو موږ به خامخا پر دولت خپل غږ ومنو .
خو کله چې د مظاهرې وخت اوږديدو،خلک ډېر يدل، قوت يې غښتلى کيدو،نو غوښتنې هم ډيريدې،ولسمشر يې د ولس پر ضد د اورپايي اتحاد سره د پوتین د فشار له وجې تړون لغوه کړو،خو اخیر نتيجه يې د ولس برۍ شو، او حتا د وخت ريس جمهور(يونيکوچ) دولت يې له پښو وغورځولو، او (یونیکویچ ) په منډه صرف روسیې ته خلاص شوو،زه يې دلته له نوره ټول تفصیل څخه تيريږم.
اوس د پاکستان زړه اسلام اباد کې هم د پښتون قام مظاهره د شهيد نقيب الله لپاره د انصاف غوښتل وو، خو چې وخت تيريږي، او خلک را ډيريږي،نو غوښتنې هم ډيريږي،خلک زړور کیږي اوس د شهيد نقيب الله د انصاف سره د ازادۍ نارې هم وهل کيږي، چې همدا يې وخت دئ،خو که دا خلک نوره هم ډېر شي، او په اتفاق شي، افغان ولس يې هم ملاتړ وکړي، او د نړيوالو پام هم ځان ته راوړوي، نو هغه ورځ لرې نه دئ، چې پښتانه به خامخا ازادي اخلي.
بله خبره دا ده چې د کرښې هغه خوا پښتانه که نن وي او که سبا؛دوی مجبور او مکلف دي،چې د پنجاب ظالم فوځ څخه خپله ازادي واخلي،کچېرې وا یې نخلي،نو تر هغې به پښتون په زور ترهګر وي،د پنجاب ګټو لپاره به استعمالیږي، دربدر او خاورې په سر ژوند به لري،او د پنجاب کرایي قاتلان به یې ځوانان،د کار خلک ورشهیدانوي،او د غلامۍ ژوند به تیروي.
مګر اوس د افغانستان دننه ټول ولسونه باید د کرښې هغه خوا پښتنو ملاتړ وکړي، ځکه چې که د کرښې هغه خوا ارمي راشي، او دا ترهګري ورکه شي، نو د افغانستان دننه به هم ارامي راځي، او تر هغې چې د کرښې هغې خوا د پښتون قام د پنجاب ظالم فوځ څخه د ترهګرۍ له منګولو ازادي وا نه خلي نه به دوى ښه ورځ وويني، نه د افغانستان خلک.
د پښتون قام د ازادۍ په هيله .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply