له وردګو تر تركيې: د احمد رشاد نوري د بې ساري برياليتوب كيسه

0 965

دا د تركيې په علمي ډګر كې د احمد رشاد نوري په نامه د يو تن افغان محصل د بري او علمي لاسته راوړنو په زړه پورې كيسه ده.

د تركيې د چوكوروا د پوهنتون د ساختماني انجنيرۍ د پوهنځي  د اسيستانت استاد احمد رشاد نوري وروستۍ دوه علمي مقالې  د انجينيرۍ په دوو نړيوالو مجلو كې چاپ شوې.  

نوري چې لا ۲۸ كلن ځوان دى پدې توانېدلى دى چې  د ساختماني انجينيرۍ په څانګه كې يې خپله لسمه علمي مقاله چاپ كړي او ۵ نورې مقالې  د نړيوالو مجلو تر ارزونې لاندې دي چې د اړوندې څېړنيزې پروسې وروسته به چاپ ته وسپارل شي.

احمد رشاد نوري په علمي ډګر كې د خپلو وروستيو لاسته راوړنو، راتلونكو پلانونو او كاري ساحې په اړه د تركيې غږ سره په مركه كې رڼا واچوله.

 

نوري په ۱۳۶۸م  لمريز كال كې د وردګو د نرخ په ولسوالۍ كې زېږېدلى دى. په كابل كې له ښونځي تر فراغت وروسته يې د دولتي بورسيې په ترلاسه كولو سره د تركيې د چوكوروا د پوهنتون د انجينيرۍ پوهنځي ته بريالى شو.  نوري د پوهنتون په لومړي كال كې د بې ساري برياليتوب وروسته د دويم پوهنځي د لوستلو حق هم ترلاسه كړي. پدې ډول يې په ۱۳۹۰م لمريز كال كې د ساختماني انجينيرۍ سربېره د همدې پوهنتون د چاپېريال ساتنې له پوهنځني هم د لېسانس ډيپلوم ترلاسه كړ. نوري ته د لېسانس له دورې د فراغت پر مهال د پوهنتون لخوا د “ عالي وياړ“ ستاينليك چې يواځې په ډېرو لوړو نمرو فارغو محصلينو ته وركول كيږي، وركړل شو.

 

احمد رشاد نوري په همدې كال په ياد پوهنتون كې د ماسټرۍ د زده كړو لپاره بورس ترلاسه كړ او د ماسټرۍ زده كړې يې پيل كړې.  نوري د ماسټرۍ زده كړې هم په عالي درجه پاى ته ورسولې او ( د محوري ودانيو د ميخانيك) په ډګر كې يې خپل تېزس وليكلو. سربېره پر دې يې په تركيه كې په يو شمېر مهمو ساختماني پروژو كې د مشاور انجينير په توګه عملي دنده هم اجرا كړه.

 

د دوكتورا او استادۍ بهير

احمد رشاد نوري پدې وتوانېد چې په ۱۳۹۳م كال كې د دوكتورا د زده كړو لپاره د تركيې د علمي او ټيكنالوژيكي څېړنو د ادارې لخوا “ له ساينس د ملاتړ“ مهمه بورسيه ترلاسه كړي. كيداى شي نوري د هغو ګوتو په شمېر بهرنيو زده كونكو نه وي چې ددې بورسيې په ترلاسه كولو بريالى شوى دى. نوري چې اوسمهال د دوكتورا زده كړې پاى ته رسولي دي او د خپلې رسالې په ليكلو بوخت دى، په عين حال كې د چوكوروا د پوهنتون د انجينيرۍ په پوهنځني كې د اسيستانت استاد په توګه دنده اجرا كوي.

 

 

 

 

 

د احمد رشاد نوري د دوكتورا د رسالې موضوع هم په زړه پورې ده. نوري د اټومي مركزونو، كيمياوي بټيو، د حرارتي برېښنا د فابريكو او د هوايي او فضايي جوړښتنو د بنسټيز ډيناميك د تحليل په اړه د خپلې دوكتورا رساله ليكي. سربېره پر دې د نوري دا څېړنه په عين حال كې د ياد پوهنتون د ساينسي څېړنو د پروژو په چوكاټ كې شامله ده چې له مخې به يې په راتلونكې كې د ورته ودانيو د جوړولو په موخه ترې عملي ګټه پورته شي.

د نوري د دوكتورا رساله په نړۍ كې هغو علمي مركزونو او ساختماني شركتونو ته چې د اټومي او كېمياوي بټيو، د حرارتي برېښنا د فابريكو او د هوايي او فضايي چارو اړوند ودانيو د جوړولو په ډګر كې فعاليت كوي، تيوريكه او بنسټيزه محتوا وړاندې كوي.

 

 

په نړيوالو علمي مجلو او كنفرانسونو كې د احمد رشاد نوري چاپ شوې مقالې :

مينه وال كولاى شي چې له دې لارې د نوموړي مقالې ښكته كړي.

۱- د میخانیکي علومو په یو معتبرې نړيوالې مجلې كې چې د برازیل د میخانیکي علومو او انجينیرۍ د ژورنال په نامه ياديږي، علمي مقاله چاپ شوه. ۲۰۱۸

۲-  د میخانیکي علومو په اروپايي ژورنال کې مقاله. ۲۰۱۸

۳- د مدیترانې د انجينیرۍ او ساینس په دویم نړیوال کنفرانس کې د کنفرانس په کتاب کې  چاپ شوې مقاله. ۲۰۱۷

۴- د میخانیکيعلومو شلم ملي کانګرس کې  دوه مقالې د کنفرانس په کتاب  کی چاپ شوه. ۲۰۱۷

۵- د ساختماني او چاپیریال ساتنې انجينیرۍ دويم نړیوال کنفرانس کې یوه مقاله د کنفرانس  په  کتاب کې چاپ شوه   – ۲۰۱۷ 

۶- د انجينیرۍ په ډګر كېد پرمختګ او نوښتونو نړیوال کنفرانس کې یوه مقاله د کنفرانس  په  کتاب کی چاپ شوه.

۷- دچوکوروا د پوهنتون د انجنیرۍ د پوهنځي په ژورنال یوه مقاله – ۲۰۱۷

۸- د میخانیکي علومو په اروپايي ژورنال کې یوه مقاله – ۲۰۱۷

۹ـ د مدیترانی د انجينیرۍ او ساینس د لومړي نړيوال كنفرانس په كتاب كې ۲۰۱۶ یوه مقاله –  ۲۰۱۷

۱۰- د چکوورواد پوهنتون د طبیعي علومو او ساینس  د انسټیټوټ  په علمي مجله كې يوه مقاله – ۲۰۱۵ 

د احمد رشاد نوري ۵ نوې علمي څیړنې د نړی په معتبرو علمي مجلو كې د چاپ په موخه د اړوندو مجلو د علمي پلاوي لخوا تر ارزونې لاندې دي.

Source: TRT Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply