څو ملګرې ستورې چې اوس دښمنې دي

0 1,225

په بالیووډ کې د ځينو فلمي ستوریو ملګرتیا دومره نږدې وي چې وروڼه او خوېندې پسې نه شي رسېدای، خو کله کله دا ملګرتیا په دښمني هم بدلېږي.
دا کار په نجونو کې زیات دی. هلکان يې په سر په یوه او بل پسې چړې ګرځوي، هسې یو نیم یې لکه سلمان خان او عامر خان د ورورۍ په تار ځانونه تړي.
راځئ نن په سرخط کې د هغو نجونو په اړه ولولئ چې دوستي یې په دښمني بدله شوه.

کرینه کپور او بپاشاباسو؛
د سیف علي خان معشوقه او د بنګال جادوګره دومره خوږې وې چې هندي شاعرانو به یې دوستي ته شعرونه لیکل؛ مګر د هغوی ترمنځ د نفاق لمبې جان ابراهم را پورته کړې.
شاید ټولو ته دا د حیرانۍ خبره وي، خو د کرینه کپور او بپاشا ترمنځ د نفاق اور جان ابراهم راپورته کړ.

کرینه کپور او پریانکا چوپړا؛
دا دواړه ښکلې هم سره ښې ملګرې وې، ان په اعتراض فلم کې یې یو ځای کار وکړ، خو کله چې فلم نندارې ته وړاندې شو او ټول کریډیټ یې پریانکا ته ورکړل شول، کرینې له پریانکا سره دښمني پیل کړه.

پریټي زینټا او راني مکهرجي؛
د پریټي او راني د دوستي داستانونه په ټول هند کې مشهور دي، خو د دوی ترمنځ رسنیو اور ته لمن ووهله او دوستي یې په دښمني بدله شوه.
انوشکا شرما او دپیکا پاډوکان؛
د ویراټ کوهلي مېرمن او د رنبیر سينګ د معشوقې هم ښه یارانه وه، د دوی ترمنځ د دښمني ستر دلیل خپله رنبیر سينګ دی. دواړو پرې زړونه بایلودې وو، خو رنبیر پر دپیکا ور ګرم و.

راني مکهرجي او ایشواریا رای بچن؛
ایشواریا بالیووډ ته له راتګ سره سم د راني ملګرې شوه، خو ژر دا دوستي هم په دښمني واوښته. د دوی ترمنځ اور سلمان خان بل کړ. کله چې سلمان له ایشواریا سره خپله اړیکه پرې کړه او په یوه فلم کې يې د هغې ځای راني ته ورکړ، همدې کار ایشواریا د راني دښمنه کړه.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply