پښتونه دا سل کاله یې د دین پواسطه خصي کړی یې. نور بس ده/ اجمل ستانکزی

0 857

څو ورځې مخکې مې ویلي وو چې پنجاب به له مذهبیانو ګټه اخلي تر څو د پښتنو مظاهره پرې خرابه کړي. دا دی نن هماغسې کوي. مفتیانو فتوا ګانې شروع کړې. پښتونه! ته چې مذهبي ګوندو او مذهبي سیاستوالو څومره خراب کړی یې هیچا هم نه یې خراب کړی. برتانیه سل کاله مخکې درباندې پوهیده چې دین ته د ټینګې نه یې ځکه یې پرون د دینپوهانو پواسطه خراب کړې. ځکه خو یې درته جمیعت علما اسلام جوړ کړ چې تا پرې کنټرول کې وساتي. نن هماغه پالیسي پنجاب مخکې وړي. فضل الرحمان، سمیع الحق، مولوي صبور او بل نژدې هر لوی پښتون دیني عالم او هره دیني ډله لکه جمیعت اصلاح، حزب التحریر، ټالیبي غورځنګ، داعش او بل مستقیماً د پنجاب د ګټو لپاره فعالیت کوي. دې ډلو او دې اشخاصو ته نه قوم ارزښت لري، نه هیواد او نه ملت. دا خلک به ستا په زړه کې ستا د قاتل (قاضي حسین احمد، ملا عمر…) فاتحه اخلي. دا خلک به تا پردي دښمن ته لاس تړلی ورکوي. دا خلک به ستا په وینه امت ګټي خو په حقیقت کې به پنجاب ته خدمت کوي.
پښتونه په دوی نشې ښادیدلای. تر څو چې دغه ډلې په تا کې ريښې ولري هیڅکله هم خپل حق نشې ترلاسه کولای. ته پرته لدې ډلو او لدې دیني عالمانو هم یو دیندار انسان کیدلای شې. د دوی په ملاتړ کې ثواب مه لټوه بلکې لکه باچاخان د خپل قوم په خدمت کې یې ولټوه. د دوی هغه د قران پوهنې او سیرت سیالۍ فقط ستا د غلطولو او ستا د ملاتړ جذبولو لپاره دي. نور دوی هماغومره پنجاب ته وفادار دي لکه څومره چې د پاکستان فوج ورته وفادار دي. څومره چې پدې خلکو پسې ځې هغومره به ډیر وژل کیږې. نور هوښيار شه او د دین په نوم مه غلطیږه. پخپلو مټو اتکا وکړه. نه اسلامي ورورلي شتون لري او نه تا سره د دينپوهانو خواخوږي.
پښتونه دا سل کاله یې د دین پواسطه خصي کړی یې. نور بس ده. دین ګټل پریږده. ځان وګټه، ملت وګټه، هیواد وګټه. پخپلو پښو ودریږه. مه پریږده چې نور دې مذهبي ګوندونه او سیاسي دیني عالمان د دین په نوم بیغیرته کړي. د دین په ځای دې په ځان غیرت وکړه. پخپلو کونډو، زړو او ماشومانو غیرت وکړه، پخپل وران کور او وران کلي غیرت وکړه، پخپل قوم او ملت غیرت وکړه. پخپل هیواد غیرت وکړه.
یاد لره چې مذهبي ګوندونه، سیاسي دیني عالمان او د پنجاب پوځ یو هدف ته کار کوي. د دوی په ملاتړ ته هیڅکله هم نشې ښادیدلای. نور خو هوښيار شه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply