غني: پاکستان کې د پښتنو د احتجاج بشپړ ملاتړ کوم
![](https://dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2018/02/pakhtoon-long-march-6-750x430.jpg)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تروریزم او افراطیت پر ضد د خلکو د یو موټي کیدو لپاره، په پاکستان کې د پښتنو له اوږدمهالي احتجاج څخه ملاتړ کوي.
افغان ولسمشر په خپل ټویټر کې د پاکستان د پښتنو احتجاج، د افراطیت پر ضد د مثبت اقدام پیل ګڼلی او ویلي یې دي “دا له اخلاقي پلوه زموږ د ټولو دنده ده چې ملاتړ یې وکړو”.
له شاوخوا لسو ورځو راهیسې په زرګونو پښتنو د یو قبائیلي ځوان نقیبالله مسید د وژل کیدو په غبرګون د اسلام آباد په شمول د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې په پراخو لاریونونو لاس پورې کړ.
د دغو معترضینو په غوښتنو کې راغلي چې د نقیبالله مسید قاتلینو ته سزا ورکړل شي، د ورکو شویو پښتنو څرک دې معلوم شي او په قبائیلي سیمو کې ښخ کړای شوي ماینونه شنډ شي.
ولسمشر غني پر رسنیو غږ کړی، چې نړیوالو ته د پښتنو د غږ په رسولو کې له پښتنو احتجاجکوونکو سره مرسته وکړي “زه له رسنیو څخه غواړم چې خپلې دندې په بېپرې ډول ترسره کړي او د پښتنو له احتجاج سره مرسته وکړي، چې نړیوالو ته خپل رښتینی انځور او خپلې نیوکې او غوښتنې وړاندې کړي”.
ښاغلي غني دغه راز په کابل کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې زیاته کړې، چې د افغانستان او سیمې خلک باید د افراطیت پر ضد یو موټی شي.
کابل کې د پاکستان د پښتنو د احتجاج په ملاتړ لاریون
د پاکستان په مختلفو سیمو کې له څه باندې یوې اونۍ احتجاجونو وروسته، لسګونو کابل میشتو د جمعې په ورځ د دغه ښار د حضوري چمن په سیمه کې د پاکستان د پښتنو د احتجاج په ملاتړ لاریون وکړ.
لاریون کوونکو چې د “لر او بر یو افغان، ترهګري نه منو، ترهګرپال نه منو، د پښتنو دښمن پنجاب او د پښتنو قاتل پنجاب” شعارونه ورکول، په پاکستان کې د میشتو پښتنو له احتجاج سره د پیوستون او ملاتړ اعلان وکړ.
د لاریون یو تنظیمونکي ایمل څړوال، چې د لاریونکوونکو په استازیتوب یې پنځه مادهییزه پریکړه لوسته وویل “موږ د پښتونخوا د خلکو لانګمارچ د ټولو بنیادي غوښتنو ملاتړ کوو، پاکستان دې د تروریزم حامي هیواد په توګه وپیژندل شي، قبایلي پښتانه د طالبانو او پاکستان پوځ له خوا وژل کیږي، د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه باید قبایلي سیمو ته لاړ شي. د جنګي جرمونو نړیواله محکمه دې په فاټا کې د دولت له خوا د قبایلو د جینوسایډ (ټولوژنې) څیړنې وکړي او نړیوالې رسنۍ دې باید قبایلو کې خپل دفترونه پرانیزي”.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو او افغان سیاستوالو هم په پاکستان کې د پښتنو د احتجاج څخه ملاتړ کړی او دا یې د هغو کسانو مشروع غږ بللی چې په سیمه کې د تروریستي ډلو له حرکتونو څخه ځوریږي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئيس امرالله صالح له افغان حکومت څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د پښتنو له احتجاج څخه ملاتړ وکړي.
ښاغلي صالح په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې په پاکستان له پښتنو څخه ملاتړ د افغانستان د ملي ګټو کرښه ده او که افغان حکومت د “پښتنو له پاڅون” څخه مالي ملاتړ نه شي کولی، سیاسي او معنوي ملاتړ دې ترې وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320