د پاکستان د زور پالیسي عملاً ناکامه ده/ اېمل پیاوړی

0 735

 پاکستان داسې ګڼله او لا هم داسې ګڼي چې پښتانه به د زور، جبر، فشار، محرومیت او ان وژنو له لارې د تور پنجاب غوښتنو ته تابع کړي، په تېرو څلوېښتو کالو کې پاکستان په همدې موخه د پښتنو په حق کې د هیڅ ډول ظلم، ستم او وحشت درېغ ونه کړ. ګڼ پښتانه مشران یې په یو او بل ووژل، ترور، تهدید او محروم یې کړل، خو د دې ټولو وژنو او وحشتونو باوجود پاکستان خپلې هغې موخې ته چې د کومې لپاره یې دغه جنایتونه ترسره کړل، ونه رسېد.

موږ عملاً وینو چې په پاکستان کې پنجابی ځانته په کوم حق او حیثیت قایل دی او پښتون ته په کوم حق او حیثیت قایل دی. موږ دا هم ولیدل چې په خیبر پښتونخوا کې د خدماتو وضعیت او کچه څنګه ده او په پنجاب کې څه ډول دی. حتی تر دې چې په خیبر پښتونخوا کې یوه بوجۍ اوړه که په اته نهه سوه پاکستانۍ کلدارې وو، نو په خیبر پښتونخوا کې هغه بوجۍ په درې یا څلور سوه پاکستانۍ کلدارې پلورل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د پښتنو زېرمې او منابع هم د پنجابي په انحصار او خدمت کې دي.

له دې مه واره پنجاب د پښتنو سیمې په لوی لاس له پرمختګ څخه شاته پرېښودې، هلته یې خلک یو بل ته بدبینه کړل، د دوی تر منځ یې قومي او قبیلوي مسایل راپورته کړل. لنډه دا چې پښتانه قومونه یې په لوی لاس دېته ولمسول او مجبور یې کړل چې باید یو د بل پر ضد ټوپک او وسلې ته لاس کړي او په تېرو څلوېښتو کالو کې یې د پښتنو ترمنځ ډېرې شخصي بدۍ او بدبینۍ رامنځته کړې. حتی چې په دغو وژنو یې پښتانه کمزوري نشو کړای، نو د دوی په سیمو کې یې د ترهګرو مرکزونه او پټنځایونه جوړ کړل. له همدغو مرکزونو څخه په افغانستان کې تروریستي بریدونه او وحشتونه ترسره کېږي.

پاکستان داسې ګڼله چې په دغسې محرومیتونو او بدبینو لومړی پښتون له خپل برم، زور او غروره وغورځوي. په خپلو کې په جنګولو سره یې دومره کمزوری کړي چې بالاخره د تورپنجاب هرې غوښتنې او سپارښتنې ته لاس په نامه او تابعدار ودرېږي.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې په پښتنو کې د قیادت د له منځه وړلو هڅې وکړې، ځکه ګڼ هغه پښتانه مشران چې د خپل قوم د هوساینې، سوکالۍ او پرمختګ لپاره یې ډېر عالي او ملي ارمانونه لرل او غوښتل یې چې له دغې لارې خپلو خلکو ته د مدني او ښه ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستان په تېرو څلوېښتو کالو کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته ګڼ پښتانه مشران او متنفذین ترور کړل. د هغوی ځایناستي یې داسې کسان وګومارل او یا یې د هغوی پرځای داسې خلکو ته د قوم د مشرۍ لپاره امکانات برابر کړل چې د خپل قوم ملي ګټو ته په پام د پاکستان د استخباراتو او پنجاب غوښتنې عملي کړي.

ډېر قومي مشران یې ووژل. په افغانستان کې هم د آی اېس آی د سیاستونو مطابق قومي مشران یا ووژل شول یا ضعیف شول او ځای یې جهادي قومندانانو او مافیایي څېرو ونیو. همدغو ظلمونو او وحشتونو بالاخره پښتانه وقهرول او وې پارول او د سوله ییزو لاریونونو په بڼه داسې حرکت راپیل شو چې د پښتنو یو ملي، مدني ځوان قیادت د راڅرګندېدو په حال کې دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply