د پښتنو مدني او ملي پاڅون /روښان ښاد

0 865

د پاکستان د جوړېدو له ورځې ان تر ننه پورې له یوې خوا د ډیورنډ کرښې هغه غاړه پښتانه په قوطي کې وساتل شول. د میرې مور سلوک ورسره وشو او له بلې خوا د پښتنو دښمنانو تل دا تبلیغات کړي او لا یې هم کوي چې پښتانه غیر متمدن، غیر مهذب، سخت زړي او داسې خلک دي چې ستونزو او مسایلو ته د سوله ییز او اساسي حل موندلو پرځای تل زور، افراطیت او تاوتریخوالي ته مخه کوي.خو د پښتون په وجود، خاوره او کور چې دا څلوېښت کاله کوم جنګ، وحشت او ظلم روان دی په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي. مګر د دې ټولو باوجود پښتون خپل صبر، زغم او استقامت له لاسه نه دی ورکړی.

کله چې د ظلم، وحشت او جنایتونو پر وړاندې پښتون راپاڅېد، نو د جنګیالي او ظالم په بڼه راڅرګند نشو، نه یې وسلې او کوتک ته لاس کړل، افراطیت او تشدد لاره یې هم اختیار نه کړه، بلکې سوله ییز او متمدنه لاره یې غوره کړه، د لاریون په بڼه یې خپل غبرګون او اعتراض وښود، پاکستان، پنجاب او د پاکستان استخباراتو ته یې په ډاګه وویل چې نور ورته دغه روان ظلم، وحشت او جنایت د منلو وړ نه دی او تر هغو چې د دوی غوښتنې وا نه ورېدل شي، نو دوی به په کراره نه کېني او خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.

په پاکستان کې د پښتنو وروستیو مدني او ملي پاڅونو ټولو ته دا ثبات او واضح کړه چې پښتون مهذب، متمدن، سوله خوښی او د سړې سینې او زیات زغم لرونکی قوم دی، ځکه د پښتنو پر ضد د پنجاب بېدرېغه وحشت او دهشت هم پښتون دېته ونه لمساوه چې وحشت او جنایت ته مخه کړي، بلکې مدني او سوله ییزه لاره یې اختیار کړه او اوس غواړي چې له همدغې سوله ییزې لارې لومړی روان ظلم او جنایت بند کړي او په دویم قدم کې خپل حقه حقونو ترلاسه کړي.

پاکستان د خپلې غلطې او ظالمانه پالیسۍ له مخې د ډیورنډ دواړه غاړو ته پښتانه مشران ووژل، د پښتنو سیمې یې ناامنه کړې، پښتانه یې له خپلو کورونو څخه کډه کړل. د پښتنو په منځ کې یې د نفاق او شقاق خورولو هلې ځلې وکړې. پښتانه یې په لوی لاس افراطیت، تشدد او ترهګرۍ ته را وبلل، مګر پښتنو دا هرڅه په سړه سینه وزغمل.

پښتنو مشرانو وخت پر وخت د پاکستان، پنجاب او په ځانګړي ډول د ای ایس ای له جنایتونو پرده پورته کړه، شکایتونه یې وکړل، خو درېغه چې نړیوالو یې غږ وانه ورېد، یو دلیل یې دا وو چې هغه مهال د پښتون مشر غږ انفرادي مشر وو، مګر نن خبره داده چې له یوې خوا د پاکستان د ظلم، وحشت او ترور څېره ټولې نړۍ ته معلومه شوې او نن ټول پوهېږي چې پاکستان له افراطیت او ترهګرۍ څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او له بلې خوا څخه نن د پښتون د اعتراض او احتجاج غږ یوازې د پښتون مشر نه، بلکې د پښتون بچي، پښتون زلمي، پښتنې مېرمنې، پښتنې پېغلې او پښتانه سپین ږیري غږ دي او دوی ټول یو ځای راټول دي او په ګډه خپل د اعتراض او حق غوښتنې غږ بدرګه کوي او تر ټولو ښه لا دا چې دغه غږ په قانون، مدني او سوله ییزه توګه لوړوي، نو پاکستان مجبوره دی چې دغه غږ په همدومره سړه سینه او سړو مغزو واوري او هغوی قانع او راضي کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply