پښتون پاڅون/ بارکوال میاخیل

0 959

د اسلام اباد پښتون لاریون د پښتنو په سیاسي تاریخ کې لومړۍ تجربه وه او ډېره اغېزمنه تجربه وه. خلک مو له څلوېښتو کلونو وژل کېدل، خو له غندنو، فریادونو او لنډمهالو احتجاجونو وروسته به بیا هماغه نارین ګډ وو، خو په زړونو او ذهنونو کې دا درد او زغم په پخېدو شو او د پښتنو مشرانو د سیاسي فصل په برکت مېوې ته ورسېد، چې موږ یې ننداره د یوه ځوان او ویښ نسل په بڼه د اسلام اباد په احتجاجي پاڅون او د دې احتحاج په برکت په لر و بر وطن او ټوله نړۍ کې وکړه، نور دا “پښتون لاریون” په “پښتون پاڅون” او “پښتون پسرلي” بدل شوی دی او پاڅونونه دوامداره وي.
دا چې د اسلام اباد د “پښتون لاریون” پینځه غوښتنې وې او هغه تقریباً ټولې له قبایلي سیمو خصوصاً وزیرستان سره تړلې وې، نو حکومت ته یواځې هماغه غوښتنې وړاندې شوې، چې حکومت یې د منلو لپاره لاریونوال قانع کړل او لیکلی فرمان یې جاري کړ، په نتیجه کې یې احتجاج د یوې میاشتې په شرط تم (ختم نه) کړل شو، چې که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نو تم کړی احتجاج به بیرته روان کړي.
دا چې د اسلام اباد احتجاج د یوې قبیلې له لاریونه د ټول پښتانه په پاڅون بدل شو، نو د ټولو پښتنو ستونځې او غوښتنې پینځه نه، په لسګونو دي چې د دې ریاست په چوکاټ او له چوکاټه دباندې یې لري، خو سمدستي د څلوېښت کلنې غمیزې غوښتنې په لنډمهالې احتجاجي ناسته نه تر سره کېږي، خو دا احتجاج که انقلاب نه راولي، پښتنو ته یې د یو سیاسي احتجاجي پاڅون شعور ضرور ورکړ او دا پاڅون نور د استعمار په چپلاخو او دسیسو سړېدلای نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply