پښتون قامي جرګه: پرلت ولې ختم شو ؟ ګټې یې څه وې؟/میا فاروق فراق

0 937

زما ځینې برني روڼه جذباتیان کیږي چې دا پرلت څنګه ختم شو، دې باید دوام کړی وی، زه دغو روڼو ته یوه خبره صفا کول غواړم چې دا پرلت د پاکستان دننه د میشته پښتنو سره د حکومت اؤ امنیتي ځواکونو د بد وضعیت په تناظر کې یوازې اؤ یوازې حالاتو زیږولی پرلت ؤ چې مشري یې هیڅ یو سیاسي ګوند نه بلکې یو پښتون زلمي منظور پشتین کوله، هغه ځان سره د ډیره اسماعیل خان نه د څو ملګرو قافله د پیښور په لاره پیاده اسلام اباد ته روانه کړه اؤ‌ بیا یې په زرګونو پښتنو ملاتړ وکړو اؤ اسلام اباد ته ورغونډ شول، د دې ترڅنګ په سوشل میډیا هم دغه پرلت کې هر پښتون ښه په نره خپله برخه واخسته،
دغه پرلت د لمړۍ ورځې نه د پاکستان ریاست ته دا پینځه غوښتنې ایښې وې !
…………………………………………………
١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي
٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي
٣ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي
۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو کرفیو (ګرځ بندیز) نه لګول کیږي
٥ ـ په فاټا کې دې ځمکني ماینونه (ښخ کړي بمونه) صفا کړی شي
دغه پینځه واړه غوښتنې منل شوي اؤ د پرلت منتظیمینو ته په لیکلې بڼه ضمانت ورکړل شوی چې تر یوې میاشتې به ټولو غوښتنو ته عملي بڼه ورکړل شي…
…………….
د پرلت سمدستي ګټې څه وې؟
دا چې د دغه پرلت د پیل کیدو راپدیخوا د سلو نه زیات هغه بې درکه کسان تر بیګاه شپې خپلو کورونو ته ورسیدل چې بې درکه کړل شوي وؤ…دا چې د اسلام اباد د اقتدار ماڼو ته په لمړي ځل احساس ورکړل شو چې په دې خاوره کې پښتنو ته لاس اچول د ګواښ نه خالي نه دي …دا چې په لمړي ځل پلازمینه اسلام اباد کې د زلمو د ازادۍ نعرې ووهلې …دا چې لر اؤ بر پښتنو یو بل سره د مینو په ښودلو پښتون دښمنه قوتونو ته احساس ورکړو کرښې په زمکه شته خو زړونه د کرښو نه پاک دي…. اؤ دا چې پښتنو ته یې د راتلونکونکي د پاره یوه ډیره ښه بیلګه په لاس ورکړه چې که تاسو یو شئ نو د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته مو څوک د حیثیت نه انکار نه شي کولی …
پاتې ستاسو په پټ احساس پوهه یم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply