له اوږدې مودې راهیسې د یو لوی قوم ورکاوي دسیسه روانه ده

0 846

ودان روښان
داسې ښکاري چې له ډېرې پخوا زمانې راهیسې د ځمکې له مخې په خورا لوړه کچه د بېلابېلو په ښکاره مخالفو خو د پردې ترشا متحدو لورو لهپه مخامخ لارښوونه د یو لوی قوم ورکولو دسیسه روانه او پوره څلور لسیزې وشوې چې په بېلابېلو نومونو او رنګارنګ پلمو د دغه قوم ځپلو، ټکولو او له منځه وړلو هڅې او عملي کار روان دی. کله چې د ۱۳۵۷ کال د غوایي پر ۷ نیټه د وخت اردو ځمکنیو او هوایي ځواکونو بې تجربې او خامو افسرانو د محمد داوود خان رژیم ړنګ او واک یې د خلق دیموکراتیک ګوند مشرانو ته وسپاره. له همغه پیله د افغان وژنې لړۍ پیل شوه. نوي حکومت په لومړي سر کې د وخت وژل شوي ولسمشر محمد داوود خان د کورنۍ غړي، دهغه پلویان او نور مخور له تیغه تېر او ترخاورو لاندې کړل.
واک ته ددې ډلې په رسېدو د مسکو غوا لنګه شوه او په یو شنه سهار کې د ۱۶ جمهورت خوب رښتتیا کېدو ته په داسې بڼه ورنږدې شو چې نور یې د افغان خاورې لاندې کولو اوږدې مودې موخې ته د رسېدو په لار کې کوم خنډ نه لیده نو ځکه خو یې په لوی لاس د خپلو بې تجربه او له ستراتېژي ناخبره ملګرو په لاس د افغان ولس د تباهي پلان تر لاس لاندې ونیو چې له تردید پرته د مسکو د پلان پربنسټ له لنډې مودې وروسته د نویو واکمنو ترمنځ د واک پر سر جګړه پیل شوه، پرچمیانو د مسکو په لارښوونه دسیسو ته لاس واچاو خو له بلې خوا یې خلقیان هم پرې خبر کړل. له پلان سره سم مسکو د خلقیانو په لاس په لومړي سر کې ځینې پرچمي مشران د پلان بل پړاو پلي کولو له پاره د سفیرانو په نوم بهر ته وشړل ځینې نور ونیول شول، وروسته د نیولو لړۍ د ولس ترلمنې ورسېده، په رنګارنګ نومونو لسګونه زره کسان بندیان، تري تم او بې محکمې ووژل شول. دغه وخت خلکو د خلاصون په موخه پاکستان ته منډه کړه، پاکستان چې لا له وړاندې یې د افغانستان ورانولو او د دغه ولس تباهي پلان جوړ او ان د داوود خان په واکمني کې د ځینو پېژندل شویو څېرو په واسطه څه نا څه ازمایلی هم و همدغه له خدایه غوښتل او هرڅه یې له خپلو هیلو سره سم بلل نو ځکه یې په ډېره چټکي د افغانانو په لاس د افغان وژنې پلان پراخ او نور یې هم په کې راشریک کړل. مسکو چې د کارمل او کارملیانو له شړلو وروسته تره کی او امین په جنګ واچول او په دې مبارزه کې تره کی مغلوب او رژیم لا ډېر پرمسکو متکي شو دغه وخت مسکو ته پرافغانستان د مستقیم تېري او اشغال زمینه نوره هم برابره شوه نو ځکه خو یې د ټولو منل شویو نړیوالو قوانینو خلاف ښکاره او ډانګ پېیلی برید او افغانستان یې اشغال کړ. اوس نو د پاکستان غوا نه بلکې میښې لنګې شوې او د افغانستان تباهي ته یې په داسې بڼه زور ورکړ چې لښکر یې خپله افغانان او لګښت لویدیځ، عربانو او ان ټولې نړۍ ورکاوه. پاکستان په دې لوبه کې له یوې خوا له بیخه د افغانستان د ورانولو او هم د افغان په لاس د افغان وژلو ته زور ورکړ او له بلې خوا یې د افغان وژنې او افغان ولس ناورین کې ځان پر اټومي ځواک بدل کړ چې کله یې په خوب کې هم دغه حالت نه و لیدلی. پاکستان د جهادیانو په نوم وسله والو په لاس په افغانستان که نه ښوونځی پرېښود، نه کلینیک، نه سرک، نه کوم بل ټولګټی بنسټ. پر خپل ټول توان یې نه پر ښوونکي صرفه وکړه، نه پر ډاکتر، نه پر انجنیر او نه پر بل هغه شعور والا انسان چې د هېواد مینه یې درلوده، هغه چې په کوردیننه په لاس ورغی دلته یې وواژه، پر هغه چې پاکستان کې پیښ شول هلته یې ترور کړ چې غوره بېلګې یې د وتلي فیلسوف پوهاند ډاکتر سید بهاوالدین مجروح، ډاکتر نورالحق لودین، عزیزالرحمان الفت، عبدالحکیم کټوازي او سلګونو نورو وتلو افغانانو شهادت دی. ځینو سره بخت یاري وکړه په منډه یې ځانونه لویدیځو هېوادو ته ورسول خو له بده مرغه ډېرو دغه چانس پیدا نه کړ.
دې خوا روسانو هم له پلان سره سم د پښتنو پرسیمو بمباریو، توپونو، ټانکونو او توغندویي بریدونو ته زور ورکړ او له بله پلوه یې له پښتنو دولتي بنسټون پاک کړل چې دغه ټول ګامونه د یو منظم پلان او پروګرام له مخې په پرله پسې توګه پلي کېدل. هاخوا ضیاالحق بیا د پښتونو ویشلو او له منځه وړلو له پاره شپږ تنظیمونه جوړ او وخت پر وخت یې خپلو کې جنګول او هم یې په همدغو تنظیمونو کې د خپلو حرفوي جاسوسانو په لاس ملي عناصر له مخې تبا کول.
په دغه اخ و ډب کې روسانو بېلابېلې پښتون دوښمنه ډلې جوړې او پیاوړې او هم یې ددغو ډلو او هم مسلکو تش په نوم مجاهدینو ترمنځ اړیکې ټینګې کړې. په دې مانا چې د ډاکتر نجیب حکومت له ړنګېدو وروسته د چپ دموکراتیک په نوم ټولې ډلې لکه ساز، کاجا، سفزا او نورې ټولې پښتون دوښمنه ډلې له نظار لنډغرو سره یو ځای او سرونه د همدې ډلې قوماندان له ګریوانه راووتل.
د یوې دسیسې له مخې د نجیب حکومت له ړنګېدو وروسته او تنظم واکي سره سم بیا هم جنګ جګړې ونه درېدې بلکې بله بڼه یې خپله کړه. تنظیمي انډوخر هم تر هغو دوام وکړ چې پاکستان دویم پړاو ته ځان چمتو او داځل یې د طالبانو په نوم تر ټولو تیاره او د منځنیو پېړیو فکر والا ډله واک ته ورسوله. په دې سره جنګ جګړې پای ته ونه رسېدې بلکې د افغانستان تاریخي دوښمنانو د جګړې اور بل ساتلو او افغان وژنې پروژې بل پړاو پیل کړ، له یوې خوا د طالب لنډ فکره او بې خبره مشرانو په هېواد کې د پوهنې او پرمختګ مخه ډب خو له هغې خوا بیا روسانو، ایرانیانو او نورو افغان دوښمنه لورو قومي لږکي د کرکې او نفرت په زهرو نشه کړل. پاکستان د طالبانو پړی دومره ټینګ په لاس کې ونیو چې له ټولې نړۍ یې ګوښي او یوازې د خپل ځان تابع وګرځول.
د افغانستان اداره یې په لوی لاس د یو داسې جاهل او نالوستي په لاس ورکړه چې یوازې په منځنیو پېړیو کې یې د یو لرې واړه کلي د جومات ملا امام وړتیا درلوده او بس. دغه سړی دومره جاهل و چې د یو پردي او بې وطنه له پاره یې خپل قوم او خپل هېواد د نړۍ تر ټولو ستر پوځي ځواک د توپ او توغندیو خولې ته وتاړه.
کله چې امریکایان افغانستان ته راغلل نورو ټولو قومونو خپلې سیمې کلي او کورونه پرې اباد کړل خو پاکستان بیا د طالبانو په واسطه د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتونو کلي او کورنه د امریکایي او دولتي ځواکونو د توپونو ګولو، توغندیو او الوتکو د بمونو نښه وګرځول.
خو اوس ګورﺉ چې روسان او پاکستان په ګډه د طالبانو ملاتړ کوي. روسان چې د افغانانو تاریخي دوښمنان دي څنګه د طالبانو خواخوږي او ملاتړي کېدی شي خو که په ځیر سره وکتل شي روسان او پاکستان یوازې په ګډه غواړي په افغانستان کې د جګړې اور بل وساتي چې په لمبو کې یې خوار او بې وزله ولس وسوزي او بس. له همدغه ځایه ویلی شو چې دغه ټول د یو لوی قوم د ورکاوي له دسیسې پرته بل څه نه شي ګڼل کېدی. اوس دا په اولس پورې اړه لري چې دا پردۍ او د خپلې تباهي اوږده جګړه که خپله ختمه نه کړي نو دا جګړه به دغه اولس ختم کړي. باید ټول د جګړې ضد او سوله غوښتنې راپورته شوی غږ دومره پیاوړی کړي چې له وېرې یې د جګړې ملاتړو سا وخیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply