طالبانو د تېر په څېر سياسي تېروتنه، ښوينه و ځانوژنه وکړه

0 676

سيد حسين پاچا

سوله ورته ښه وه، خو ځان يې په لوی لاس له هر اړخيز پلوه منزوي کړ

دوی ديني و سياسي پوهه لا څه ان چې د بدو ناخوالو تجربه هم نه لري. دوی خو مظلومې ښځينه د شريعت په نوم پر کاڼو ولي ((سنګساروي))، خو اوس يې خپل ځان پخپله معنوي و اخلاقي سنګسار کړ. فزيکي سنګسار ((رجم)) هم ورپسې راروان دی، استاذ يې د سنا په ټاکنو کې د سند له هندوې هم بدتر شو

يو متل دی :
چې کاڼي را اخلې او ځان پرې ولې، نو پړ ((ملامت)) څوک دی؟

طالبانو له ديني عالمانو وغوښتل چې د اندونيزيا په کنفرانس کې ګډون ونه کړي :
طالبانو پخپله اعلاميه کې ليکلي چې د افغان، پاکستاني او اندونيزيايي ديني عالمانو د غونډې ((کنفرانس)) موخه ((هدف)) دا ده چې په اسلامي افغانستان کې د کفارو او يرغلګرو حضور مشروع کړي.

طالبانو پر ديني عالمانو غږ کړی ((په افغانستان کې يرغلګرو کفارو ته فرصت ((موقع)) مه ورکوئ چې ستاسې له نومه استفاده ((ګټه)) وکړي او په دې کنفرانس ((غونډه)) کې ستاسې له ګډونه د خپلو ناروا هدفونو لپاره ګټه واخلي.))

دوی لږ تر لږه بايد له ځانه يو څو پوښتنې وکړي :
• دوی ولې له دې غونډې ويريږي؟
• دې يرغلګرو ته چا موقع ورکړه او ولې؟
• دوی دې خپلو کړووړو ته څنګه اسلامي ((ديني)) مشروعيت وربښي؟
• بهرنۍ اسلامي نړۍ لا څه ان چې پاکستاني علماء هم دوی په عالمان نه ګڼي. داسې ويل کيږي چې خپله مشر ملا صاحب ملا محمد عمر ته حقانيه هم افتخاري پګړۍ پر سر کړې وه. پوهنتونونه خو به افتخاري دکتوراوې ورکوي، خو په علم دين کې يو چا ته افتخاري پګړۍ پر سر تړل له علم دين سره زياتی دی. په دې هيله چې دوی دغه ټکي ته پام وکړي.

اسلامي ارزښت :
فبما رحمة من الله لنت لهم (۱) ولو كنت فظا غليظ القلب (۲) لانفضوا من حولك فاعف (۳) عنهم واستغفر (۴) لهم وشاورهم (۵) في الأمر فإذا عزمت (۶) فتوكل (۷) على الله إن الله يحب المتوكلين

• نرمښت
• تشنج ((سختي)) نه کول
• تېرېدل / زغمل
• بښنه
• مصلحت ((مشوره)) / لارې چارې لټول
• پرېکړه ((تصميم))
• توکل

پر نړيواله کچه د علماو او مسلمانانو پر اند که طالبانو لږه سياسي درايت واسلامي ((ديني)) پوهه لرلای، نو همدغه يو اسلامي ((ديني)) ارزښت ورته بس وو، خو نه يې لري.

خلکو همدغو وېره لرله چې دوی به د تېر په څېر د جهادي مشرانو غوندې هماغه د سرزورۍ پخوانۍ تېروتنه خپله کړي ((موږ يې په زور نيسو او په فاتحانه ډول کابل ته ورننوځو)) او په دې سره به لوی زيان وويني. د طالبانو له دې اعلانه همداسې جوته شوه چې دوی د تېر په شان د بل چا ومنله.

پايله :
اسلامي ارزښت ((قرآن)) پلار و زوی ((داود و سليمان عليهما السلام)) ته د ((علم)) او ((منطق الطير)) او لقمان ته د ((الحکمة)) توري ((کليمات)) کاروي، له بده مرغه چې په طالب او مشرتابه کې يې لږ ذره پوهاوی هم نه تر سترګو کيږي. دا ځکه چې د استعداد ((پوهاوي)) کچه يې ډېره کمزورې ده.

دا چې دوی جنګ ته پر سوله برتري ورکوي او د سولې وړانديز ېې ونه مانه، وخت به د دوی سرتنبه ګي ((سرزوري)) او تېروتنه جوته کړي، خو دوی به وخت او چاڼس له لاسه ورکړی وي. سولې ((والصلح خير)) ته الله تعالی ښه ويلي او طالب د الله تعالی سيال نه دی. همدغه د دوی ديني وسياسي ناپوهاوی دی چې د ښو او بدو توپير نه شي کولای. د الله تعالی د حکم او د نورو څارګرو ادارو د شيطانۍ و تېرايستنې ترمينځ توپير و غوراوی نه شي کولای.

هېڅ يو نبي ((پېغمبر)) و رسول بې علمه توکل نه دی کړی او نه په ديني ((اسلامي)) ارزښتونو کې داسې بېعلمه توکل ته کوم ثبوت شته. قرآن موږ ته تل د خپل عقل، تدبر وتفکر سپارښتنه کوي. له دې دا جوتيږي چې د يو چا د فتوی باوجود بيا هم بايد له خپل عقل ((پوهې، تدبير وتفکر / سوچ)) نه کار واخلي، هسې پر وړندو سترګو د چا فتوی ونه مني.

طالبانو له ديني عالمانو وغوښتل چې د اندونيزيا په کنفرانس کې ګډون ونه کړي

طالبانو له دیني عالمانو وغوښتل چې د اندونیزیا په کنفرانس کې ګډون ونه کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply