مسلکي او مجهز امنیتي ځواکونه

0 609

 

محمد بشیر یوسفزوی

د افغانستان خلک د مسلکي، روزل شویو او مجهزو امنیتي او دفاعي ځواکونو غوښتونکي دي، ځکه مسلکي او مجهز امنيتي او دفاعي ځواکونه نه یوازې د خلکو، بلکې د هېواد او نظام له مهمو او اساسي اړتیاو څخه دي. د جګړې په کلونو کې خلک له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو ډلو څخه تر پوزې رسېدلي وو او دا مهال هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د غیر مسوولو وسلوالو شتون خلک دخپل ژوند او امنیت پر وړاندې تهدید او خطر بولي، نو له همدې امله ټول هېوادوال د مسلکي او مجهزو امنیتي او دفاعي ځواکونو غوښتونکي دي.

امنیتي او دفاعي ځواکونه د خدمت، تعهد او ژمنیتا تر څنګ مسلکي روزنې، ښه مدیریت، تمویل، نویو وسایلو، وسایطو او وسلو ته هم اړتیا لري، ځکه د وروستيو دريو لسيزو جګړو په بهير کې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتياوې او ظرفيتونه هم د تجهيزاتو او لوژستيکي امکاناتو او هم د پوځي نظم او ديسيپلين او قواعدو له پلوه صفر ته رسېدلي دي.

د جنګ په کلونو کې امنیتي او دفاعي ځواکونه وپاشل شول، تنظیمي او سیاسي شول او د کورنیو او بهرنیو لاسوهنو له برکته نه یوازې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي وړتیاوې له منځه لاړې، بلکې نظم، ډسپلین او مقررات هم په کې تر پښو لاندې شول.

په افغانستان کې د طالب واکۍ له پایته رسېدو او د نوي تحول له رامنځته کېدو وروسته زموږ د وسله والو ځواکونو د تعليم، تجهيز او تمویل لپاره میلیاردونه ډالر ولګول شول، خو د درست مدیریت او ظرفیت د نشتوالي او فساد له امله په امنیتي او دفاعي سکتور او بنسټونو کې د نړیوالې پانګونې هومره مثبت تحول او بدلون رامنځته نشو.

دغه حالت نه یوازې په هېواد کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وضعیت کې پام وړ ښه والی رانه وست، بلکې د منابعو او فرصتونو د ضایع کېدو ترڅنګ د نړیوالو د نهیلۍ لامل هم شو او دوی کرار کرار له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې او له افغانستان څخه د وتلو په فکر کې شول.

د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې چې کله د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت تشکیل شو، نو حکومت په لومړیو کې د افغانستان په اړه د نړیوالې اجماع جوړېدو په اړه هلې ځلې پیل کړې. په دې برخه کې د ولسمشر غني او د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر هلې ځلې واقعاً د قدر وړ دي.

د ملي یووالي حکومت مشرتابه په همغو لومړیو ورځو کې له امریکا متحدو ایالتونو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او د دغه تړون له مخې امریکا متحده ایالات د نهو کلونو لپاره (۲۰۱۴ – ۲۰۲۴) پورې د شپږ دېرش عشاريه پنځه ميليارد ډالره په کچه د امنيتي ځواکونو د تعليم، تجهيز او بياجوړونې لپاره ژمنه وشوه. دغه ژمنه شوې پیسې به د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزونه، تمویل او تجهیز ولګول شي.

د ملي وحدت حکومت په درې کلنه موده کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمویل، تجهیز، وړتیاو لوړولو، هغوی ته د روحیې او انګېزې ورکولو په برخه کې دومره بدلونونه او مثبت تحول راغی چې د هېواد په تاریخ کې یې ساری کم لیدل کېږي. ځکه د حکومت مشرتابه یو ځل بیا افغانستان او په ځانګړي ډول د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د نړیوالو پام ور واړاوه او دا یې ورته ثبات کړه چې زموږ مېړني ځواکونه نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جنګېږي او د تروریزم ضد مبارزه کې دوی لا ډېر تمویل، تجهیز او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply