افغان ساینس پوه او د اټومي انرژۍ مشر پوهاند ډاکتر عبدالحی نظیفي د تل لپاره له مونږ بیل شو / دعوت میډیا ۲۴

0 1,416

افغان ساینسپوه او د اټومي انرژۍ مشر پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفي د تل لپاره لۀ موږ بېل شو:

پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفي د قاضي محمد نظیف زوی د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د قاضیانو د کلي اصلي اوسیدونکی پۀ ۱۳۲۰ لېږدیز لمریز کال پۀ کابل ښار کې زېږېدلی دی. پوهاند صیب نظیفي خپلې لومړنۍ زدکړې د چپرهار پۀ لمړني ښوؤنځي کې پۀ کال ۱۳۲۶ لمریز کې پیل کړې او پۀ کال ۱۳۴۰ ل. کې د کابل دارالمعلمین څخه وتلی دی. پوهاند نظیفي پۀ کال ۱۳۴۱ ل. کې د کابل پوهنتون ساینس پوهنځي کې شامل او پۀ کال ۱۳۳۴ ل. کې د فزیک ۀ څانګې وتلی او پۀ همدې کال کې بیرته د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي کې د استاد پۀ توګه منل شوی دی. نومؤړی په ۱۹۶۸ زېږدیز کال کې د پخوانۍ یوګو سلاویا د بلګراډ ښار ته د لؤړو زدکړو لپاره تللی او د اټومي‌فزیک پۀ څانګه کې یې د ډوکټورا تر عالي سویې پورې زدکړې کړې دي.‌ نومؤړي پۀ کال ۱۹۷۴ ز. کې لۀ زدکړو څخه وروسته بېرته هیواد ته راستون شوی او کابل پوهنتون کې یې د استادي دنده درلوده، چې د اکاډمیکو څېړنو پۀ ترڅ کې یې د پوهاندي تر لؤړې رتبې پورې عملي رتبې ترلاسه کړې دي. پوهاند نظیفي لۀ ۱۹۸۳ ز. څخه تر ۲۰۰۲ ز. کال پورې د اتریش پۀ ویانا کې د نړیوال اټومي انرژي آژانس کې د سیف ګارډ د مفتش پۀ توګه دنده ترسره کړې ‌او لۀ ۲۰۰۲ ز. څخه تر اوسه پورې پۀ کابل پوهنتون کې د هستوي او اټومي فزیک د استاد پۀ توګه دنده تر سره کوله.‌

د پوهاند صیب نظیفي تر سلو زیات علمي آثار پۀ ملي او نړیوالو اکاډمیکو مطبوعاتو کې چاپ شوي.‌
نومؤړي پرون د ورپېښې ناروغۍ لۀ کبله پرون د ترکیې پۀ یؤ روغتون کې ساه ورکړه.
اروا یې ښاده، پر ګور یې نور او لارویان یې پرېمانه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply