د استرالیا او سویلي افریقا ترمینځ لوبه کې د استرالیا لوبډلمشر د توپ خرابولو په تور له لوبډلمشرۍ لرې کړل شو / دعوت میډیا ۲۴

0 848

دعوت میډیا ۲۴ (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): د استرالیا او سویلي افریقا تر منځ لوبه کې د استرالیا لوبډلمشر د توپ خرابولو په تور له لوبډلمشرۍ لرې کړل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په ټيسټ لوبه کې په دریمه ورځ د سویلي افریقا لوبډلې د دویمې پاڼۍ توپوهنه کوله چې استرالیاوي لوبډلمشر سټیو سمیت او بل لوبغاړي کیمرون بینکروفټ د بال خرابولو او پخپلو سپوختو پورې په غیر اخلاقي ډول د مښلو کوښښ وکړ چې کامرې کشف کړل.

دواړو لوبغاړو د خپلې غلطۍ اعتراف د یوه خبري کانفرنس په مخ کې وکړ، او دوی خواشیني وښودله چې له دوی څخه غلطي شوی او دا ددوی او لوبډلې لپاره د شرم خبره ده.

استرالیاوي لوبډلمشر سټیو سمیت ویلي دي، چې دوی نا امیدۍ دېته اړ کړل چې د توپ خرابولو کوښښ وکړي، نوموړي زیاته کړه، که دوی د کامرې لخوا کشف شوي نه وای هم به سخت خجالته وو.

همدا ډول له ده سره شریک لوبغاړي کیمرون بینکروفټ ویلي دي، د غرمې ډوډۍ پر وخت لوبغاړي او لوبڅاران په خبرو بوخت وو چې ما د توپ حالت بدلولو فرصت وموند او دا کار مې ترسره کړ، زه پخپل کار پښیمانه یم او دا زما او د لوبډلې لپاره د شرم او خجالتۍ خبره ده.

له دې وروسته د استرالیا صدر اعظم په یوه خبري کانفرنس کې غوصه او خواشیني ښودلې او دا یې ډيره د شرم خبره وګڼله چې څنګه د لوبډلې مشر په داسې یو ناوړه کار کې تورن کیږي.

نوموړي زیاته کړه، چې لوبغاړي د ټول ملت استازیتوب کوي او داسې کړنې ورته د زغم وړ نه دي، مونږ په دغه کار له مینوالو څخه بخښنه غواړو. ده غوښتنه وکړه چې سمدلاسه دې سټیو سمیت له لوبډلمشرۍ او ډیويډ وارنر له مرستیال مشرۍ څخه لرې کړل شي.

چې وروسته د استرالیا کرېکټ بورډ اجرائیویه رئیس لخوا د سټیو اسمیت له لوبډلمشرۍ او ډیویډ وارنر له مرستیال مشرۍ څخه لرې کړل شول، چې پر ځای یې ویکټ کیپر ټیم پین لوبډلمشر وټاکل شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply