دوه وروڼه / ابوخالد

0 699

دوه وروڼه!
د اففانستان په سروبي ولسوالي کې دوه وروڼه ”
کیسه به څه وکړم که نه یې کوم وجدان سره په جنګ یم که کوم یې جهان سره په جنګ یم، اخر څه وکړم؟؟؟؟
بس د وجدان به ومنم
د یوسف ماما او د ګولالي ترور دوه زامن دي همدا یې هرڅه دي، همدا یې مینه ده همدا یې خوب همدا یې سحر همدا یې ماښام.

نسیم زوی یې طالب دی شیخ هيبت الله صیب یې نه دی لیدلی خو دده په زړه کې د شیخ دومره مینه ده چې ددی مینی له کبله دی حد ته راغلی چې خپل ورور هم وژني تاسو به وایې چې دا ولی؟؟؟

دا ځکه چې کریم خان خلقي دی، هر وخت شیخ صیب ته بد وایې او کریم خان د ډاکټر صیب نجیب عکس لیدلی نور یې نه پیژني بس قواره یې لیدلی خو همدا کریم خان هم د طالب ورور مرګ ته هر وخت چمتو ناست وي .

بیچاره ګان مور او پلار یې شپه او ورځ ددوی جنګ ته په لړزان دي چې کریم غصه شي مور او پلار هغه ته پخو کې چپه شي او کله چې نسیم په قهر شي هغه ته پخو کې چپه شي.

او د جومات په جمه کې دواړه حاضر وي

د یو مور زامن واړه واړه د اکو بکو ملګري نن د یو بل دښمنان دي .

که همدی نسیم نه د شیخ صیب پوښتنې وکړی چې څوک دی؟؟؟ څنګه دی؟؟؟ نو بس ګونګی شي
او که همدې کریم نه پوښتنه وکړی چې ډاکټر صیب څوک ؤ نو دا به هم ورته معلومه نه وي چې ډاکټر صیب د کوم ولایت ؤ.
نوره کیسه درته نه کوم ځکه دا کیسه ستاسو په وطنونو کې تکرارېږي زه به خپل ملت وژاړم چې وه ملته اخر دومره بد بختي دا ولی؟؟؟

زه دلته هېڅکله شیخ صیب ته یا ډاکټر صیب ته بد نه وایم، بد د خپلو اندونو ته وایم، وه ده خداي بنده ګانو ته خو اول د ورور ورور شه د مور زوي شه د پلار بچی شه تا باندې د مور او پلار حق د شیخ صیب او د ډاکټر صیب نه زیات دی ته په هغوي غیرت کولو نه اول په مور غیرت وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply