افغانستان پایلوبه کې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه

0 648

دعوت میډیا ۲۴ (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۷ل) افغان ملي لوبډلې ویسټ انډیز لوبډلې ته د غوراوي سیالیو پایلوبه کې د ۷ ویکټو او ۹ اورونو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

ننۍ لوبه کې لومړی ویسټ انډیز لوبډلې توپوهنه وکړه چې د افغان توپ اچونوکو په غوره توپ اچونه یې ونشو کړای ستر هدف وټاکي او په ۴۶.۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا پوویل ۴۴ او هیټمیار ۳۸ منډې جوړې کړې، چې په توپوهنه کې مجیب ځدراڼ ۴، ګلبدین نائب ۲، شرف الدین، راشد خان او دولت ځدراڼ ۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه.

افغانستان د هدف پوره کولو لپاره په زړه پورې پېل وکړ، او د لومړی ویکټې ملګرتیا کې یې ۵۸ منډې جوړې کړې، چې ورپسې رحمت شاه او محمد شهزاد هم ۹۰ منډې ستره ملګرتیا جوړه کړه.

شهزاد ۸۴، ګلبدین نائب ۱۴، رحمت شاه ۵۱، سمیع الله شینواري ۲۰ او محمد نبي چټکې ۲۷ منډې جوړې کړې.

د هدف پوره کولو پر مهال محمد نبي د کریس ګېل په توپ اچونه ۳ پرلپسې شپږیزې ووهلې او د سیالیو جام یې وګټلو.

افغانستان ټاکلی هدف په ۴۰.۴ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ، محمد شهزاد د غوره توپوهنې په بدل کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلو د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځیني جام ته لار موندلې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply