د کابل پر پرلت برد؛ د افغان پر سپڅلي حریم برید دی

0 777

ودان روښان
د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د کابل ښار په حضوري چمنِ کې د شنبې ناوخته چاودنې یو کس وژلی او ۱۵ نور یې ټپیان کړي.
په یاد برید کې د وژل شوي کس نوم ذاهدالدین ښودل شوی چې د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ اوسېدونکی دی.
د برید مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخېستی خو د دغه پرلت سرلارو او غړو د یاد برید مسوولیت مخامخ د پاکستاني پر پوځي څارګرې څانګې یا ای اس ای وراچولی او ویلي یې دي چې پاکستاني چارواکي په دغه ډول ترهګریزو بریدونو سره غواړي د پښتنو حق غوښتنې او یووالي له پاره غږ چپ کړي.
دې بمي چاودنې له ډېورنډ کرښې هاخوا د پښتنو ساتنې غورځنګ په ملاتړ له څو ورځو راهیسې دغلته تر خیمې لاندې راټول شوي مدني فعالان په نښه کړي وو.
له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې له ډېورنډ کرښې هاخوا لومړی د پښتنو یو بې ساری مدني حرکت د هغه څه په غبرګون کې پیل شو چې پر وینا یې پاکستاني چارواکو په تېره د هغه هېواد پوځي استخباراتو په لوی لاس او دسیسو زرګونه وتلي پښتانه وژلي، د دوی کورونه یې وران کړي او په سیستماتیک ډول یې د پښتنو توکم وژنه روانه کړې. دغه حرکت لومړی هغه وخت له وزیرستانه پیل شو چې په کراچۍ ښار کې د نقیب مسعود په نوم یو پښتون زلمی پولیسو په جعلي مقابله کې وواژه. ددې پېښې په غبرګون کې د منظور پښتون په نوم چې په سیمه ییز ګړدود(لهجه) کې پښتین ورته وایي د وزیرو یو ځوان د لږ شمېر خو د کلک او پولادي ارادي خاوندانو مدني فعالانو په ملتیا پیل کړ چې له ځنډ پرته دغه څاڅکی په داسې سمندر بدل شو چې د پېړیو دیوالونه یې ونړول او هغه چوپتیا یې د تل له پاره ماته کړه چې د الوتکو، ټانکونو، ګولیو، پیسو او رنګارنګ دسیسو په زور له اوږدې مودې راهیسې واکمنه شوې وه.
د شنبې ماښام پېښې وښوده چې له تر ټولو په انساني بڼه د خپل غږ اوچتول چې هیچا ته نه په کې کنځل کېږي، نه په کې د چا سپکاوی کېږي، نه چا ته د لارې بندولو تکلیف پېښوي خو بیا هم تر برید لاندې راځي ددې مانا څه کېدی شي؟ دا له اسلامي، انساني او بشري حقوقو ښکاره سرغړونې او پر انساني او افغاني حریم له تېري پرته بل څه ګڼل کېدی شي؟
دغه برید وښوده چې افغان دوښمنه کړۍ داسې ګڼي چې له ډېورنډ کرښې هاخوا افغانانو سره ښایي دوی په خپله بڼه او دسیسه چلند وکړي چې له تردید پرته د ای اس ای دوزخي سازمان څېړونکي او ستراتېژستان به همدا اوس پرې بوخت وي او بیلابیل تجویزونه به ورته کوي چې ګومان نه کوم دا ځل هیڅ منتر هم کومه ګټه ورته وکړي دا ځکه چې دوی خو پخوا لا د بنسټپالنې خوسا بوی دلته خپور کړی، زور او زر، د جاسوسي او د سرکار (پنجاب) نوکري، د وتلو کسانو ترور، کمیشنونه او د نشه یي توکو قاچاقو دلالي، بې خرته او بې اړتیا د بنسټپالو روزنې مدرسو جوړول، لنډه دا چې ټولې شیطاني چلوټۍ ازمایل شوي خو اوس خلک پرې پوهېدلي نور یادې دسیسې کار نه ورکوي خو دا د دې مانا نه لري چې پنجابی استعمار به نور له خپلو انساني ضد کړنو لاس پر سر شي نو ځکه یقیني ده چې د هغې غاړې پښتنو له پاره به خپل ځانګړي تدبیرونه لري خو هغه څه چې پنجابی استعمار ډېر وارخطا کړی هغه له ډېورنډ کرښې هغې غاړې پښتنو سره ددې غاړې پښتنو خوا خوږي ده، دا ځکه چې پنجابي ښکېلاکګر پردې سم پوهېږي چې که نور هیڅ هم نه وي له لرو ورونو د برو ورونو یوازې د مانیز ملاتړ او خواخوږي غږ هم لرو پښتنو ته د زړه قوت ورکوي او هغوی نور هم په خپله موخه کې هوډمنوي، نو ځکه خو ای اس ای پر خپل ټول توان هڅه کوي هر ډول چې وي لومړی د ډېورنډ کرښې دې غاړې ته د پښتنو پرلت غږ زندۍ کړي دهمدې موخه له پاره یې په ډېره بې شرمي د کابل په زړه کې د کابل پرلت د خپلو ګټو ساتندویه اجیرو ملیشو پر پلیتو لاسونو په نښه کړ. دا ساده خبره نه وه او څوک دې دا ساده مسله نه ګڼي دغه د افغان ملت وتلي ځوانان او د افغاني ټولنې د لوړ شعور خاوندان دي چې د خپل تاریخي پېژند او نړۍ ته د یو ستر ملت لوړ شعور ښودلو په موخه راټول شوي خو اهریمن په نښه کړل له تردید پرته دا د افغان پر سپیڅلي حریم له برید پرته بل څه نه شي ګڼل کېدی. افغانان او نړیوال دې دا مسله ساده نه ګڼي دا ځکه چې دا دیو عظیم ملت تاریخي پېژند له منځه وړلو هڅې ښکاره بېلګه ده، نو ځکه خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې باید ټول افغانان واټونو ته راووځي، په خواله رسنیو او هم ټولنیزو رسنیو کې د خپل پېژند غږ اوچت او په دې سره دې د نړیوالو پام خپلې برحقه داعیې ته راواړوي.
په پای کې وړاندیز کوم چې که تراوسه نه وي جوړ شوی ډېر ژر دې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو حق غوښتنې په لار کې احتمالي زیان رسېدونکو سره د مرستې صندوق جوړ او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دې د اعانې راټولولو بانکي حسابونه پرانیزي او له دې لارې راټولې شوې پیسې دې د شهید ذاهدالدین کورنۍ او ماشومانو او دې ورته نورو زیان رسېدونکو سره د مرشستې له پاره ولګول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply