په نظام کې د پښتنو مشران ولې پښتنو ته ریښتینی کار نکوي؟ / سرور ستانکزی

0 788

په نظام کې د پښتنو مشران ولې پښتنو ته ریښتینی کار نکوي؟
که چیرې توجه مو کړي وي، زمونږ اکثره د لوړو دولتي څوکیو پښتانه د جمعیت چاپلوسي او ډېر محافظه کاري کوي، د مثال په ډول کله چې پارلمان کې د افغان د کلمې په هکله د رایې اچونې وخت ؤ، هغه ورځ ډیر پښتانه وکیلان غیر حاضر او بعضو حاضرو د افغان ضد رایه وکاروله. که تاسو توجه کړي وي اکثره پښتانه مشران د تلویزیون پر پردو، راډیو یا کنفرانسونو کې د پښتو پر ځای دري خبرې کوي، دا پداسې حال کې چې شاید اقلیت تاجک، هزاره یا ازبیک وجود ولري چې د تلویزیون پر پردو، راډیو یا کنفرانسونو کې پښتو خبرې وکړي. که تاسو متوجه شوي یاست اکثره پښتانه مشران د پښتنو د حق غوښتنه په زغرده نکوي، په کومه اندازه چې د تاجکو، هزاره او ازبیکو مشران د خپلو خلکو لپاره په زغرده د حق غوښتنه کوي.
د دغې ستونزې لاملونه شاید ډېر وي، خو زه نن خپل اند د همدې ستونزې په هکله وړاندې کوم؛ پښتون مې خپل قوم دی، پر بدو یې بد یادیږم او پر ښو یې ښه یادیږم، خو دا باید ووایم چې پښتانه یوه ستونزه لري چې د خپلو مشرانو د اصلي او کاذبو څیرو ترمینځ توپیر ښه کولی نشي، ملاتړ او نه ملاتړ یې احساساتي وي، د خپلو بعضو مشرانو د ټول عمر ښه د یوې ورځې بدۍ مقابل کې هیروي، بعضې وخت انسان په ثانیه کې اتل او ثانیه کې بوتل کړي، د پښتنو دغه عادت د دې لامل شوی چې خپل خواخوږي مشران هم پرې بې باوره شوي، پښتانه مشران د همدغې ستونزې له امله ډاډه غږ نکوي یا له نورو قومونو سره د پښتنو پر سر په زغرده ټکر نکوي. د همدې ستونزې له امله اکثره پښتانه مشران د جمعیت یا نورو غلامي منلې، محافظه کاري کوي تر څو پخپلو دندو دوامداره پاته شي، ځکه د خپل قوم ملاتړ ورسره نه وي، همدا لامل دی چې پښتانه هم د دولت له ډېرو خدمتونو مستفید ندي.
بله ستونزه دا ګڼم چې د بعضو پښتنو مشرانو د خپلو خلکو پر ځای نورو ته د خدمت کولو لمړیتوب ورکړی، دا د همدې لپاره چې خپل ځانونه ملي وښیئ او وطن کې د مختلفو قومونو ملاتړ تر لاسه کړي، د مثال په ډول حکمتیار صیب د داخلي جنګونو پر وخت کې ځان تر مسعود، دوستم یا مزاري ملي معلوماؤ، حتیٰ بعضې پښتانه یې د قومپالنې په ګناه تورور کړي هم دي، خو تر نن ورځې یې د تاجکو، ازبیکو یا هزاره وروڼو زړه لاسته راوړی ندی او خپل قوم ته یې هم بنیادي کار کړی ندی، دا پداسې حال کې چې نن ورځ حکمتیار د همدغو پښتنو د ملاتړ له امله حکمتیار دی. بل مثال د کرزی صیب درکوم، کرزي صیب همیش هڅه کړې چې خپل ځان ملي وښیئ، داسې ویل کیږي کله چې د کرزي صیب پر وخت به د بورسونو اعلان وشو، بابا به لمړی لیسټ تر سترګو تیر کړ چې قندهاری، ننګرهاری یا پکتیاوال پښتون پکې نه وي او د نورو قومونو ځوانان به یې زده کړو لپاره خارجي ملکونو ته لیږل، چې ګواکې ځان ملي وښیئ خو تر نن ورځې یې د تاجکو، ازبیکو یا هزاره وروڼو مکمل ملاتړ ترلاسه کړی ندی حتیٰ ډېرو یې توهین هم کړی. که د غني بابا حکومت ته نظر وکړو، غني بابا هم بنیادي پروژې لمړی ټولې له شمال ځنې شروع کړې، هیڅ جنوبي یا مشرقي ولایتونو پښتنو ته یې توجه ونکړه، خو بیا هم تر نن ورځې یې ټول د فاشیست یا قومپرست پر نوم یادوي. د پښتنو مشرانو ملي ګرایي هم د دې لامل شوی چې پښتانه له کار بې برخې پاته شوي. زه وایم؛ که چیرې وطن ته کار کول غواړئ نو د همدې لپاره کار باید لمړی له خپل کور شروع شي، معنیٰ کور ـ کلی ـ ولسوالۍ ـ ولایت او بیا وطن. دا کار هغه وخت ناممکنه ندی چې د خپل کور، کلي یا ولسوالۍ د جوړولو توان نلري یا یې نکوي، خو چیغې د وطن د جوړولو وهي. معنیٰ لمړی باید ځان، خپلوان، قوم بیا نورو ته کار وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply