د روانې جګړې د مخنیوي لپاره دې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شي/ګلرحمن رحماني

0 583

افغانستان چې د تعلیم له لحاظه وروسته پاتی هیواد دی او د پوهاوي کچه په کې ټیټه ده، نو له همدې امله د هیواد ځینی وګړي د نورو اشخاصو په اشاره باندی څرخېږی او زمونږ ملی مسایلو ته خنډونه جوړوي او په یو او بل نوم باندی ملي بنسټونه او تاسیسات ورانوي ، ښوونځي سوځوي او نور بېلابېل مزاحمتونه په دې برخه کې ایجادوي.

سړک حکومت د هیواد د اتباعو د عبور لپاره جوړوي، تر څو هیوادوال په اسانی او په کم وخت کی له یو ځایه بل ځای ته لاړ شي، کلینیک حکومت د یو هیواد د اتباعو د ناروغیو د مخنیوی لپاره جوړوی تر څو هیوادوال خدای مه کړه مریضان نشی. ښوونځی حکومت د هیواد د اتباعو د ذهنونو د روڼولو لپاره جوړوی تر څو هیوادوال د نړی په مختلفو برخو کی بریالی شي او ښه او بد وپیژنی خدای او رسول وپیژنی هغه لار وپیژنی چی مونږ ته الله ج امر کړی چی مونږ په کومه لار لاړ شوه او په کومه لار لاړ نه شو، خو متاسفانه زمونږ ځینی هیوادوال د ناپوهۍ، د سواد او پوهې کچې د ټیټوالي او یا کوم مادي لالچ او حسد له مخې دغه مهم ځایونه د نورو په لمسون ورانوی او پر دی باندې نه پوهیږی چی زه دغه مهم ځایونه په کوم اساس باندی ورانوم  .

همدغه بدمرغه اشخاص نن په افغانستان کی د پاکستان  نیابتی جګړه پرمخ وړي. په دې کې شک نشته چې د دغې جګړې تر شا به د ځینو نورو هېوادونو او استخباراتي شبکو لاس هم وي، مګر د ترهګرۍ او روان جنګ تر ټولولوی ملاتړی پاکستان دی چې عملاً له افغانستان سره په نا اعلان شوي جنګ کې ښکېل دی.

د پاکستان حکومت د افغان حکومت مخالفینو ته په پاکستان کی ځای ورکړی هغوی ته هلته روزنه ورکول کیږی اسلحی ورکول کیږی په ځینو مواردو کی د پاکستان استخباراتی اداره په افغانستان کی د ځینو عملیاتو مشری هم کوی . حتی په ښارونو او ملکي ځایونو کې د وحشتناکو تروریستي بریدونو چې د تاسیساتو  د ویجاړېدو او د ملکي وګړو د بېدرېغه تلفاتو لامل کېږي په هغو ټولو کې د پاکستان استخبارات مستقیم لاس لري او دا بریدونه د دوی په مستقیمه لارښوونه او امکاناتو ترسره کېږي.

د دغه جنګ ودرول د افغانستان او افغانانو له وسې وتلی کار دی، نو پکار ده چې په دې برخه کې نړیواله ټوله او متحدین له افغانستان سره همکار شي، پر پاکستان عملاً فشارونه زیات کړي او دېته یې مجبور کړي چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي او د جګړې او دښمنۍ پرځای له افغانستان سره د دوستۍ لاره خپله کړي، ځکه که چېرې د دغې روانې تحمیلي جګړې مخه ونه نیول شي، نو باور دی چې لمبې او تاو به یې د سیمې او ان د نړۍ هېوادونو ته ورسېږي، ځکه چې ترهګري او افراطیت هیڅ حد او سرحد نه پېژني، د دوی یوازینۍ موخه یوازې د وحشت، نهیلۍ او بې باورۍ خپرول او د وېرې د فضا ایجادول دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply