د ماشومانو کښتۍ ریکارډ جوړ کړ

0 651

په سکاټلېنډ کې د دوو ماشومانو په لاس جوړې شوې وړې کښتۍ له تېر یوه کال راهیسې زرګونه کیلو مټره واټن سفر کړی او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی دی.
هیري او اولي فرګوسن دا کښتۍ په دومره مهارت جوړه کړه چې د سمندر تېرې څپې یې هم نه شي چپه کولای او خپل سفر ته دوام ورکوي.

د کښتۍ دننه دې دوو هوښیارو ماشومانو داسې فوم یا سفنج کېښود چې دا وړه کښتۍ د اوبو پر سر پاتې شي او سفر وکړي، خو له دې بدلونونو سره سره د چا دومره هیله نه وه چې دا وړه کښتۍ به دومره سفر وکړي.
دې کښتۍ د سکاټلېنډ له پیټرهېډ ساحل څخه خپل سفر پیل کړ او څو ځله د نورو هېوادونو په اوبو کې هم لیدل شوې ده.

د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې دا کښتۍ د سکاټلېنډ موریطانیه ته رسېدلې او اوس بیا د جنوبي امریکا په ګیانا سمندر کې خپل سفر ته دوام ورکوي.
دې کښتۍ ته د ایډ ونچر نوم ورکړل شوی چې لومړی له سکاټلېنډه ډنمارک ته ورسېده او وروسته یې سویډن او ناروي ته هم مزل وکړ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply