له خپګانه د خونديتوب لارې چارې/ ژ: حمیدالله حمیدي

0 745

څېړنو ښودلې چې نن سبا په نړۍ کې د عادي خلکو په پرتله د هغو کسانو شمېر ډېر دی چې په ژور خپګان اخته دي او دا د ننني انسان لپاره د خطر یو لوی زنګ دی. په دې ناروغۍ د اخته کېدو زیات لاملونه شته چې تر ټولو عمده یې ارثي او دغه راز محیطي اغېزې دي چې کولای شي انسان په دغه بدمرغه ناروغۍ اخته شي، خو له دې څخه نور نادر عوامل هم شته چې په خپګان باندې د اخته کېدو سبب ګرځي. لکه: جسمي اختلالات، د مخدره موادو مصرفول او یا هم  دې ته ورته  داروګانو څخه ګټه اخیستل.

په خپګان اخته کسان باید په منظمه توګه ورزش وکړي او تر ټولو ښه خبره دا ده چې لامبو ووهي. هڅه دې وکړي چې خپل ورځنی ژوند منظم کړي او د خپلې ناروغۍ او یا هم د خپګان د له منځه وړلو لپاره معلومات را ټول کړي، له خپل ذهنه دې منفي فکرونه لرې کړي او له ملګرو سره دې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي. تر ټولو مهمه او اړینه خبره دا ده چې د خپلې درملنې لپاره وخت ځانګړی کړي.

په خپګان اخته کسان باید له هایدرات کاربن مغزي موادو بي -۱۲ او بي -۱ ويټامين لرونکو خوړو په زیاته پیمانه ګټه واخلي. د لبنیاتو په تېره بیا د مستو له خوړلو دې ډډه وکړي. دغه راز دې د خپلې ناروغۍ د درملنې په موخه د ارواپوهانو مشورې را ټولې کړي. دوی کولای شي د ځان د درملنې لپاره خپله یوه لاره او طریقه وټاکي څه ډول یې چې خوښه وي ګټه دې ترې واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply