متوازن پرمختګ ته لاپام پکار دی/ اېمل پیاوړی

0 597

د اساسي قانون د حکمونو مطابق متوازن انکشاف د حکومت مسوولیت او مکلفیت دی. دا په حقیقت کې د ولسمشر غني د هغه شعار تائیدي ده چې هیڅ افغان له بل افغان څخه زیات نه دی او هیڅ افغان له بل افغان څخه کم نه دی. دا هم افغاني، هم ملي، هم اسلامي، هم انساني او هم قانوني اصل دی او باید په ټینګه مراعت شي او پام ورته وشي.

د دې ترڅنګ متوازن انکشاف نورې ډېرې ښېګڼې هم لري، د بېلګې په توګه خلک د محرومیت او پردیتوب له احساس څخه ژغوري، ټولو ته د هېواد او نظام د مالکیت احساس ورکوي، حکومت او هېواد ځان ګڼي، د هېواد ثبات او امنیت لپاره ګټور دی، د ولسونو تر منځ وحدت او یووالی ټینګوي او دېته نورې ډېرې ښېګڼې لري.  

همدارنګه د حکومت خدمات، ټولنیز عدالت او متوازن انکشاف د سولې پروسې سره مرسته کوي، ځکه موږ ګورو چې په ډېرو سیمو کې خلک د محلي زورواکانو او مسوولینو د بې عدالتیو له امله د مخالفینو لیکو ته ورغلي دي، نو کله چې د دوی په حق کې عدالت وشي او په انکشاف او د خدماتو وېش کې توازن مراعت شي، نو هغوی ورسره بېرته عادي او سوله ییز ژوند ته راستنېږي.

سوله لکه څنګه چې د ژوند په ټولو ابعادو مثبت اغېز لري، نو همداسې د سولې د تامین لپاره پراخه هلو خلو ته اړتیا ده. کله چې سوله وي، نو ورسره ژوند خوند او رنګ پیدا کوي، ډاډ او باور وي، مینه او صمیمیت وي، کار وي، تحرک وي، خوښي وي ارامي وي، نو د دې لپاره دې مسوولین په بېلابېلو برخو کې د قانون د صراحت مطابق د عدالت او انډول مراعتولو ته جدي پآملرنه وکړي.

بې عدالتي حتی په وړه کچه هم تاوانونه او زیانونه پېښولی شي، د بېلګې په توګه که په یو کور کې له اولادونو سره د مور او پلار له لوري د ګران او ناګران چلند وشي او د همدغه چلند له مخې هغوی ته خواړه، اوبه او د ژوند نورې اسانتیاوې برابرې شي، نو باور دی چې د دغې بې عدالتۍ یا توپیري چلند له امله به د کور فضا ګډوډه شي، د ناګران اولاد د نارضایتۍ لامل به شي او هغه به ځان پردی او محروم احساس کړي او د ده دغه احساس به د ټولې کورنۍ پر ژوند بد اغېز وکړي، نو د سیمو، ولایتونو او هېواد په کچه دغه د بې عدالتۍ او توپیري چلند زیانونه په مراتبو زیات دي چې د ټولنې او هېواد د ورورۍ، اتحاد، اتفاق او صمیمیت فضا ورسره خرابېدلی شي، نو له همدې امله دا ډېره حتمي او ضروري ده چې حکومت او مسوولین د هر ډول بې عدالتۍ د له منځه وړلو او د توازن د مراعتولو لپاره هلې ځلې وکړي.

اوسنی حکومت تر ډېره همدغه توازن ته پام کوي، په همدې خاطر یې د هېواد په بېلابېلو زونونو کې لوی پروژې تطبیق کړې او یا د تطبیقېدو په حال کې دي. ولسمشر کوښښ کوي چې د افغانستان د بقا او ثبات او د خلکو د هوساینې او پرمختګ لپاره داسې لویې پروژې تطبیق کړي چې هم په لویه کې د هېواد لپاره ګټورې وي او هم د بېلابېلو سیمو خلکو ته په کور او خپله سیمه کې د کار زمینې برابرې کړي او هم د ژوند اسانتیاوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply