د  سولې معقول وړاندیز مخالفین حیران کړي/ محمد روښان ښاد

0 645

د کابل پروسې کنفرانس کې مخالفینو ته د ولسمشر غني د سولې معقول وړاندیز د وسله والو مخالفینو په ګډون د حکومت سیاسي مخالفین هم حیران کړي دي، مګر بل لورته یې د سیمې او نړۍ په کچه د ګڼو هېوادونو او بین المللي سازمانو ملاتړ خپل کړی دی، ځکه هغوی د حکومت د دغه وړاندیز او دریځ هرکلی کړی دی.

 پخوا به هرې غاړې د حکومت د غندلو او نقد کولو لپاره د شخصي غرضونو، عقدو او کینو د پاللو لپاره بېلابېل دلایل او پلمې تراشلې.وسله والو مخالفینو به ویل چې افغان حکومت د سولې صلاحیت نه لري او یا به یې سوله د تسلیمۍ په مانا تعبیروله، د حکومت سیاسي منتقدینو او مخالفینو به هم ویل چې حکومت د خلکو د غلطولو او مخالفینو د ملامتولو لپاره په ښکاره د سولې نارې وهي، خو په عمل کې د سولې لپاره سیاسي اراده او برنامه نه لري.

مګر د کابل پروسې کنفرانس کې د ولسمشر غني د سولې معقول دریځ او بلنې ټول سیاسي او وسله وال مخالفین بې ځوابه او حیران کړي دي، ځکه له دغه وړاندیز او د سولې له بلنې وروسته ټول داسې خاموش دي لکه هیڅ چې موجود نه وي.

ولسمشر غني وسله والو مخالفینو ته له هر ډول قید او شرط پرته د سولې بلنه ورکړه او حتی دغه د سولې چارې یې یوازې په دولت او د سولې شورا پورې هم منحصرې او محدودې ونه بللې، بلکې ټولو خلکو او په ځانګړي ډول د بېلابېلو اقشارو استازو ته یې بلنه ورکړه چې د سولې په برخه کې خپل امکانات او هلې ځلې شریکې کړي.

په دې کې شک نشته چې افغانان د سولې پر اهمیت او تامین متفق دي، د سیمې او نړۍ هېوادونه هم  د حکومت د سولې ملاتړ کوي. دیني علماء سوله الهي امر او د ټولو فریضه ګڼي، د سیمې ولسونه چې د ترهګرۍ له خطر او تهدید څخه تر پوزې رسېدلي دي،  د خشونت پر خلاف غږ پورته کوي ، مګر افغان وسله وال طالبان د دې ټولو باوجود لا هم د سولې نیت او اراده نه لري.

سره له دې چې حکومت د سولې داسې وړاندیز کړی دی چې د هېواد علیا ګټې او د هېواد د ټولو اتباعو، په تېره د ښځو حقوق او مشارکت پکې تأمین او مصون دی او د هېواد پر خاوره د ټولو نړیوالو ترهګریزو او جرمي ډلو مخنیوی یې تضمین کړی او همدارنګه په کې طالبانو ته هم د تګ راتګ، د بندیانو د ازادېدو او د دفتر په ګډون ټولې اسانتیاوې سنجول شوي او په پام کې نیول شوې دي. 

د دې دلیل دادی چې د ملي وحدت حکومت پخلا کېدونکو او سوله پلوه او سوله خوښو  طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی.  داسې سوله چې د ټولو په خیر وي او د ټولو عزت او حیثیت او ژوند په کې خوندي وي.

افغان حکومت د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لري، ځکه نو حکومت  دا وړاندیز له کوم مخکېني قید او شرط پرته د سولې موافقتنامې ته د رسېدو په خاطر کوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply