د جنازو پرځای غږ پورته کړئ!/ محمد روښان ښاد

0 561

د جرم، جنایت، فساد او وحشت پر وړاندې زموږ د خلکو اوسنۍ چوپتیا او معافیت واقعاً د تاسف وړ دی، خو ټول دې خبر وي تر هغو چې همداسې خاموشه وو او خپل غږ مو پورته نه کړ، نو همداسې به جنازې پورته کوو او اوږې به مو له جنازو ستړې شي. یو بغاوت پکار دی، یو جرئت پکار دی او دا غږ ښه په لوړه او مېړانه پورته کول پکار دی چې نور بس دی! نور مو مه وژنئ!

تر هغو چې خپل غږ پورته نه کړو، نو باید د نورو ډېرو وحشتونو زغم تاب په ځان کې وروزو او خپلې اوږې د لا ډېرو او حتی خپلو جنازو پورته کولو ته سازې کړو، ځکه ولس مو له داسې دښمن سره مخامخ دی چې نه ترحم لري، نه زړه سوی لري، نه ټاکلې موخه او هدف لري، په هیچا یې زړه نه خوږېږي.

د خندق عملیاتو په پیلولو سره د افغانستان د دښمنانو جنګ یوازې د حکومت او بهرنیانو پر ضد د جنګ له دایرې او تعریف څخه وتلی دی. دوی اوس قتل عام ته ملاتړلې، د ولس قتل عام ته، پر جوماتونو یې بریدونه وکړل او ګڼ لمونځ کوونکي یې په خوست کې شهیدان کړل، مګر موږ خپل غږ لوړ نه کړ، په کابل کې یې په ښوونخیو بریدونه وکړل موږ بیا هم خاموشه و. د رای ورکولو او تذکرو مرکزونه یې والوزول او د خلکو په وینو یې ولړل، مګر موږ هیڅ باک هم را نه وړ، بالاخره یې تېره شپه په ننګرهار کې د کرکټ پر لوبغاړو چاودنې وکړې.

مګر موږ لا هم ناست یوو، دعاوې او ښېراوې کوو، خپل ویر ژاړو، اوښکې بهوو، یو بل ته تسلیت وایوو، همدردي څرګندو او ځانونه ویرجن ښیوو، مګر زموږ وحشي دښمن ته په کتو عاطفه او دغه یوه کړنه هم نه د دښمن مخه چپولی شي، نه روان ناورین ودرولی شي او نه هم موږ له نورو وژنو او بدمرغیو څخه خوندي کولی شي.

د هوښیار او بیدار ولس په توګه موږ باید په خپلو ستونزو فکر وکړو، د هغوعمق ته ځان ورسوو او د شریک دښمن پر وړاندې په یو صف کې ښه په نره او مېړانه ودرېږو، باور دی تر هغو چې موږ ځانونه ونه ښورو، دغسې د سترګې په پټولو سره نور هم د دښمن د بدمرغۍ خندق ته چې دوی د خپلو مسلمانو وروڼو د وژنې او قتل عام لپاره پیل کړی دی ور لوېږو، راځئ د خپل ځان په قرباني کولو سره د دغه بدمرغه خندق مخه ونیسو.

دښمن نه پېری دی او نه ښاپېری چې په سترګو دې ونه لیدل شي، بلکې دښمن زموږ په منځ کې، زموږ کلیو، کورونو او ښارونو کې اوسېږي، پالل کېږي او خپلو ناوړه موخو ته رسول کېږي. دا کار د ولس له منځه یا له وېرې او یا هم له خواخوږۍ ورسره کېږي. مګر د دغې وېرې او خواخوږۍ ختمول پکار دي. د دښمن پرځای لومړی د هغو وسیلو او ځرو له منځه وړل او ځپل پکار دي چې د کومو په ډاډ چې د کرښې له هغې غاړې دښمن په ډاډه زړه را اوړي او بیا د همدغو بدمرغه ځرو په کورونو کې زموږ د قتلولو لپاره شپې سبا کوي، ډوډۍ ورکول کېږي، وسایل ورکول کېږي او حتی لارې ورته ښودل کېږي. تر هغو چې ولس دغه ځري له خپله منځه تشخیص او ونه ځپي، نو تر هغو به دښمن همداسې ډاډه راځي او زموږ له وژلو وروسته به بېرته خوندي خپل ځای ته رسول کېږي.

د خدای پار دی، نور نو صبر تمام وبولئ، نور د دغه بې رحمه دښمن پر وړاندې واحد صف جوړ کړئ، داسې صف چې نه د مرګ پروا ولري او نه هم د دښمن د وحشتونو، راځئ چې هم ځانونه وژغورو او هم خپل هېواد او ولسونه او که مو ځان ونشو ژغورلی، حداقل د خپل ځان په قرباني کولو سره به نورو او خپل هېواد ته نجات ورکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply