داسې فونټ جوړ شوی، چې حافظه پياوړي کوي/ ژباړه: اجمل روهي

0 808

اسټراليايي څېړونکو داسې فونټ (ليکبنه، خط) جوړکړی، چې په لوستلو سره يې حافظه پياوړي کيږي او مطلب ښه زده کيږي او زده کوونکو سره د مالوماتو په یادولو کې مرسته کوي. دغه ليکبڼه د ملبورن پوهنتون لخوا جوړه شوې او د Sans Forgetica نوم ورکړل شوی.
د دغه فونټ په جوړولو باندې کارپوهانو ډېره موده کار کړی دی او په درې نسخو کې جوړ شوی. په يوه آزموينه کې چې په ۴۰۰ تنو محصلينو باندې تر سره شوه، پایله دا وه چې هغه محصلينو چې د Sans Forgetica په فونټ باندې مطالب لوستي وو، تر هغو نورو چې د Arial فوڼت باندې لوستي وو، ښه یاد کړي او زده وو.
د ملبورن پوهنتون استاد سټېوان بانهام وايي، چې په دغه ليکبڼه کې ۷ درجې کيڼ اړخ ته میلان (کوږوالی) او په حروفو (توريو) کې خالي ځایونه شته. د ده په وينا چې دا ليکبڼه هغه زده کوونکو ته چې امتحان ته تیاری نيسي، يا هغه څوک چې بهرنۍ ژبې زده کوي او یا د لوی عمر کسان چې حافظې يې کمزورې شوي دي، په زده کړې کې مرسته کوي.
د سټېوان بانهام په وينا، چې دا ډول فونټ د دې لامل ګرځي، چې د متن لوستل مشکل کړي او حافظه تحريک کړي او ذهن په طبيعي ډول سره هڅه کوي، چې خالي ځایونه ډک کړي او په دې توګه توري ځان لپاره د لوستلو وړ وګرځوي. دغه ليکبڼه داسې جوړه شوې، چې مغز دې ته هڅوي چې ډېرې زېرمې ته ځای ورکړي.
استاد سټېوان بانهام چې تر اوسه ۲۰ ډوله فونټونه جوړ کړي وايي، چې لا هم د دغه فونټ د کارولو په وړاندې خنډونه شته، ځکه څوک حاضر ندي چې یو داستان په دغه ليکبڼه سره چاپ کړي، ځکه سرخوږی به پيدا کړي، خو له دې سره سره هيله مندي ورته شته.
یادونه: زموږ په پښتو ليکبڼو کې هم ورته نمونې شته، چې د دې اغيز به څنګه وي؟!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply